زلمی خلیلزاد وايي د سولې په مذاکراتو کې پر سم لوري روان دي.
ښاغلي خلیلزاد د سولې د مذاکراتو په اړه د پنجشنبې په ورځ (جنوري-۳۱) څلور پرلپسې ټویټونه وکړل. هغه لیکلي دي چې په افغانستان کې حالت پیچلی او څه په ډاګه نه ترسره کیږي.
ښاغلي خلیلزاد یو ډول پر هغو خلکو نیوکه کړې چې فکر کوي ګني له طالبانو سره تړون شوی دی. نوموړي ویلي دي ځینې شکاک خلک شته چې روان بهیر ته په کتو "عجولانه پرېکړه کوي چې ګواکې موږ تړون کړی دی".
هغه لیکلي دي" یو فیل (غټه مړۍ) په یو وار خولې ته نه اچول کیږي او یوه څلوېښت کلنه جګړه په یوه غونډه نه ختمیږي، آن که دا غونډه یوه اونۍ هم وي."
3/4Skeptics have rushed to judgment based on just the first part of a much larger effort, as though we have a completed agreement. But you can%27t eat an elephant in one bite! And a forty year old war won%27t be resolved in one meeting, even if that meeting runs for close to a week
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) January 31, 2019
نوموړي همدغه راز ویلي دي چې طالبانو سره خبرو کې د ترهګرۍ په مبارزې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په برخو کې پرمختګ شوی خو خبره لا بشپړه شوې نده. ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې د بین-الافغاني مذاکراتو او بشپړ اوربند په څېر ډېر نور کار پاتې چې باید ترسره شي.
ښاغلي خلیلزاد دا خبره هم کړې ده چې اوس وخت رسېدلی چې باید د افغانانو ټپونه ټکور کړل شي. هغه وايي په دغې قضیې کې ډېر لوبغاړي، ډېر مسایل او اړخونه شته دي، خو "موږ پر سم لوري روان یو او هاغسې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي دي، مذاکرات ښه روان دي."
طالبان وايي له ښاغلي خلیلزاد سره یې بله غونډه د فبرورۍ په ۲۵ په دوحه کې ده.