پر افغان سولې د مسکو غونډه وځنډول شوه

تر دې مخکې کابل کې هم د سولې نړیوال کنفرانسونه شوي وو

کابل او مسکو پرېکړه کړې ده چې په روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس لپاره به په ګډه کار کوي.

د ارګ اعلامیه وایي چې ولسمشر غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرکي لاوروف سره پر تیلیفون خبرې کړې دې او دواړو خواو پرېکړه کړې ده چې دا غونډه به د دواړو هېوادونو په کوربتوب کیږي.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي"په دغه ټیلفوني مکالمې کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې امادګۍ او موثریت په خاطر به مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي."

ارگ همداشان وایي د دغې غوندې لپاره به د دواړو هېوادونو ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي.

ولسمشر غني همدغه راز د افغانستان د سولې په اړه د روسې هلې ځلې ستایلي دي. مسکو څه موده مخکې اعلان وکړ چې د سپتمبر په څلورمه به د افغانستان د سولې په اړه نړیوال مذاکرات کوي، خو کابل په دغو مذاکراتو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

متحدو ایالتونو هم په دغو مذاکراتو کې د ګډون لپاره د روسیې بلنه ونه منله. خو طالبانو وویل چې دغې غونډې ته خپل استازي استوي.

د مسکو د سولې خبرې داسې مهال ځنډول کیږي چې افغان حکومت او امریکا تر بل هر وخت اوس زیات له طالبانو سره د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

کابل له مسکو نه هم غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړې.