صدیقي: د سولې مذاکراتو کې خنډ پای ته نه دی رسېدلی

د افغانستان جمهوري ریاست د سولې په مذاکراتو کې د اختلافاتو د حل کېدو په تړاو راپورونه ردوي او وايي چې لا هم د سولې په خبرو کې خنډ پای ته نه دی رسېدلی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پلاوي صلاحیتونه او حدود مشخص دي او د په اساس یې له طالبانو سره د سولې مذاکرات پرمخ بیول کېږي.

ښاغلي صدیقي وویل: "هغه شایعات او منابع چې خبرې کوي چې ګواکې دا بن‌بست به مات شوی وي، زه فکر نه کوم چې دا کار شوی وي، هغه په دې معنی چې طالبان له څو ورځو راهیسې په مختلفو مسایلو باندې ټینګار کوي چې زموږ د هیات د اصول او حدود نه بهر دي او هیڅ‌کله د افغانستان خلک هغه مسایل نه مني".

د ځینو راپورونو له مخې طالبانو وړاندیز کړی چې په مذاکراتو کې باید د "افغانستان دولت" او "طالبانو ډلې" پر ځای د "مذاکراتو ښکېلې خواوې" وویل شي.

خو ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ: "کومې غوښتنې چې د طالبانو له لوري مطرح کېږي، حتی زموږ د نظام د نوم لرې کول چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي، زموږ پلاوی باید ورته غاړه کېږدي".

د جمهوري ریاست ویاند زیاته کړه چې د طالبانو غوښتنې د افغانستان د اساسي قانون په خلاف دي.

هغه طالبان یو "منفي قوت" وباله چې پر وینا یې تل له تاوتریخوالي او ترهګریزو کړنلارو څخه استفاده کوي، په داسې حال کې چې په وړاندې یې د یوې مشروع قوې په توګه د "افغانستان اسلامي جمهوري دولت" دی چې هویت يې په اساسي قانون کې په څرګنده توګه بیان شوی دی.