اماراتو کې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه شوې

د متحدو عربو اماراتو رسنیو ویلي زلمی خلیلزاد د دغې غونډې په نتایجو خوښ دی

افغان حکومت وايي په متحدو عربو اماراتو کې یې د سعودي، امریکا او کوربه هېواد له چارواکو سره په یوې غونډې د سولې او طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه تازه "توافقات" کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي پدې څلوراړخیزې غونډې کې "یو لړ داسې هوکړو ته، چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د خلکو برحق غوښتنې په کې ومنل شي، ورسېدو."

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وویل"په دې څلور اړخیزه غونډه کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د بهیرڅخه د نړیوالو هڅو د بریالیتوب او پرمختګ لپاره هر اړخیز بحثونه او خبرې وشوې. ګډونوال د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنو د خوندیتوب په برخه کې یو لړ موافقو ته سره ورسیدل".

د دغو نویو توافقاتو په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

دا غونډه د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۳) په ابو ظبهۍ کې شوې ده. په غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون په اړه هم هېڅ نه دي ویل شوي.

د متحدو عربو اماراتو رسنیو ویلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد د دغې غونډې په نتایجو خوښ دی.

د افغانستان د امنیت شورا وايي چې د سولې په اړه به له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.

دا توافقات داسي مهال کیږي چې تېره اونۍ په مسکو کې د افغانستان پر سولې یو نړیوال کنفرانس وشو. طالبانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړو په کې ګډون وکړ.