د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د څلورو لوبغاړو نومونه د ټسټ لوبو په نړیوالې درجه بندۍ کې راغلي دي.
افغانستان د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۸) له ایرلنډ څخه د ټسټ لوبه وګټله او په دې سره یې په دغو سیالیو کې خپل لومړی بری ثبت کړ.
رحمت شاه زرمتی لومړی افغان منډه جوړوونکی دی چې د کرکټ د ټسټ لوبو په درجه بندۍ کې یې نوم راځي. رحمت شاه له ایرلنډ سره د ټسټ په لوبې کې ټولټال ۱۷۴ منډې وکړې او په دغه درجه بندۍ کې ۸۹ مقام لري.
همدغه راز افغان تیز توپ اچوونکي "یمین احمدزي" پنځوسم مقام ترلاسه کړی دی. راشد خان بیا په ۶۷ او وقار سلامخیل په ۹۸ نمبرونو باندې راغلي دي. راشد خان لومړی افغان بالر دی چې د ټسټ لوبې په یوې پاڼۍ کې یې پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول.
Middle-order batsman Rahmat Shah has entered the latest @ICC Test rankings ranked 89th after his impressive performance against Ireland. Spinners @rashidkhan_19 and Waqar Salamkheil are ranked 67th and 98th in ICC Test bowling rankings while Pacer Yamin Ahmadzai is ranked 50th. pic.twitter.com/06bFND7EjU
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 19, 2019
دا مهال د ټسټ لوبو په منډه جوړونکو کې د هند کپټان ویرات کوهلي اول او په بالرانو کې آسټرالیايي پاټ کمیونز اول دي.
هند د ټسټ په لوبو کې اول مقام لري. افغانستان یوولسم دی.