د کورنۍ غفلت ماشومان د ګوزڼ له ګواښ سره مخ کوي - ډاکټران

Khost Polio 2

د فراه ډاکټران وایي، یو شمېر کورنۍ د روغتیایي مرکزونو څخه د لرې واټن او ځینو نورو دلایلو له کبله د ماشومانو واکسین ته زړه نه ښه کوي او همدا لامل دی چې ګڼ شمېر ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي.

دا ډاکټران وايي د دوی موندنې ښيي چې یو شمېر کورنۍ لا هم د پولیو او نورو ساري ناروغیو په وړاندې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته پام نه کوي.

ډاکټر صالح محمد منصفي چې د انتاني او ساري ناروغیو درملنه کوي، وایي د کورنیو بې اساسې بهانې په لوی لاس خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له خطر سره مخ کوي.

نوموړي وویل: "له بده مرغه باید ووایو چې لا هم داسې کورنۍ شته چې وایي خپل ماشومان یې ځکه نه دي واکسین کړي چې یا له کلنیک څخه لیرې دي، یا یې ماشومان بل ځای ته په مسافرت تللي او یا هم د واکسین په وخت کې ماشوم په خوب ویده دي، نو کورنۍ په دې دلایلو یوازې خپل خواږه او ګلالي ماشومان د خطر سره مخ کوي."

د نوموړي په وینا، ګوزڼ ناروغې هغه خطرناکه لاعلاجه او ساري ناروغي ده، چې هیڅ لامل باید د دې مرض د واکسین پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

ښاغلي منصفي زیاته کړه: "ګوزڼ دومره خطرناکه او ساري ناروغي ده چې کورنۍ باید په هر حالت کې خپل ماشومان واکسين وکړي، حتی که ماشوم میلمه وي، ویده وي او یا په سفر وي. له سفر څخه د راستنیدو وروسته، ماشوم باید ژر روغتیایي مرکز کې واکسین شي، حتی که روغتیایې مرکز د اصلي استوګنې څخه لرې هم وي."

په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي د ډاکترانو اندېښنې پر ځای بولي او ژمنه کوي چې په هر ډول حالاتو کې به خپل ماشومان واکسین کړي.

د يوې لس کسيزې کورنۍ مشر، عبدالغفور چې څلور ماشومان یې له پنځو کلونو کم عمر لري وايي، د خپلو ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين ته ژمن دی آن که ګڼو سختو سره هم مخ شي.

نوموړي وویل: "دا خبره رښتیا ده چې بعضې خلک بهانې کوي او خپل کوچنیان نه واکسینوي، خو زه دا خبره په اطمینان سره کوم چې کوچنیان باید واکسین شي. اصلاً دا زمونږ وظیفه ده، ځانونه باید په تکلیف کړو او خپل ماشومان ښار یا کلنیک ته بوځو. د کمپاین په وخت کې خو بیخې باید څوک د واکسین څخه پاته نشي."

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي او ډاکټران ټینګار کوي، چې د کورنیو مشران باید د خپلو بچیانو په وړاندې مسؤولانه چلند وکړي او ټول ماشومان پر وخت واکسین کړي، تر څو د یادې ناروغۍ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.