د غني په غیاب کې د ارګ سرپرست څوک دی؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي په حکومت کې یې شریک، ډاکټر عبدالله عبدالله د ناټو په غونډه کې د برخه اخېستلو لپاره بلجیم ته په سفر راغلي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال، عبدالرشید دوستم له یو کال څخه زیاته موده کېږي چې په ترکیې کې په یو ډول جلاوطنۍ کې ژوند کې کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال، محمد سرور دانش بیا د ترکیې د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د برخه اخېستلو په خاطر انقرې ته په سفر تللی دی.

د دغو لوړ رتبه مشرانو په غیاب کې، د حکومت مشري څوک کوي؟

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر، عبدالکبیر رنجبر، وایې چې د اساسي قانون پر بنسټ که ولسمشر په هېواد کې نه وي او یا "غایب" وي مرستیالان یې د جمهوري ریاست له چارو سرپرستي کوي.

د افغانستان د اساسي قانون په شپېتمې مادې کې راغلي چې "د جمهـور رئيس لومړى مرسـتيال د جمهـور رئيس د غياب، اسـتعفأ او يـا مړينې په حالاتو" کې د اساسي قانون له حکومونو سره سم، كار كوي. قانون زیاته کړې چې "د جمهـور رئيس د لومـړي مرسـتـيال پـــه غياب كې، دويم مرستيال" د قانون له احکامو سره سم، عمل كوي.

د رنجبر په وینا "د قانون روحیې او محتوا" ته په پام که د ولسمشر مرستیالان هم په هېواد کې حضور ونه لري نو د مشرانو جرګې رئیس د چارو سرپرستي پر غاړه اخلي.

ارګ څه وایې؟

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ سره په خبرو کې د ولسمشر په غیاب کې د حکومت د چارو سرپرستي یو حقوقي بحث وباله او له زیاتې تبصرې یې ډډه وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بهر ته د سفرونو په وخت د یوه مکتوب په ترڅ کې د جمهوري ریاست د چارو سرپرستي خپل لومړي یا دویم مرستیال ته سپارله.

ښاغلی مرتضوي وایې چې بل کس ته د جمهوري ریاست د چارو د سرپرستۍ سپارل یو "تشریفاتي شی و چې اوس وجود نه لري."