د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی.
له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې جمهور رئيس غني او لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام سپتمبر۲۵(تلې۴) د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کړي.
ارګ ویلي چې ښاغلي غني په دغو خبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
په بیان کې د ښاغلي خان له قوله راغلي:"موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو."
President Ghani spoke on the phone with H.E. Imran Khan, Prime Minister of Pakistan this afternoon. Both sides talked about the ties between the two countries, the peace process, and Pres. Ghani emphasizing on ceasefire. 1/2 pic.twitter.com/jR2MXBr7Nc
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) September 25, 2020
د پاکستان لومړي وزیر د جمهور رئيس غني له بلنې څخه په مننې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.
عمران خان څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو ۷۵مې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې هېواد یې د افغان سولې په بهیر کې د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې خپل مسولیتونه ترسره کړي.
عمران خان زیاته کړې چې افغانان باید د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راتلو سره به په سیمه کې د پرمختګ او اړیکو نوی څپرکی پیل شي.
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو د مرکچي پلاو د تماس ډلې له دوه اونیو راهیسې د بینالافغاني مذاکراتو د ترسره کولو لپاره د کړنلارې په جوړولو بوخت دي.
له دې وړاندې د افغانستان په سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د بینالافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته اسلاماباد ته سفر وکړ او د افغان سولې په پروسه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.
ښاغلي خلیلزا د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.