د انتخاباتو کمیسیون ١٣٧ زره قرنطین شوې رای د اعتبار وړ اعلان کړې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۱۳۷زره او ۶۳۰ قرنطین شوي «جنجالي» رایې د اعتبار وړ اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون وايي، یادې رایې د دارالانشاء کمېسیون لخوا د کورنیو او نړیوالو متخصصینو په حضور کې څېړل شوي او وايي، چې کومه ستونزه یې نه لرله.

تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو درې کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل له نژدې ۳۰۰ زره غیر بایومټریک «جنجالي»رایو ته له اعتبار ورکولو سره مخالفت ښودلی و.

خو د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون له یادې پریکړې سره د مخالفت په څرګندولو سره له یاد کمېسیون څخه وغوښتل چې غیر بایو میټریک او «خیالي» رایې باطلې اعلان کړي.

ښاغلي عبدالله نن یکشنبه د نومبر پر ۱۷مه د «لړم پر ۲۶مه» د خپلو پلویانو غونډې ته وینا کې وویل، چې د ټاکنو کمېسیون باید دوی قانوني غوښتونو ته ځواب ووايي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۷مه«لړم۲۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې د ټاکنو کمېسیون د یادې پرېکړې په اساس دغه رایې د اعتبار وړ دي او کومه ستونزه نه لري.

ښاغلي سادات همدارنګه د ۷زره او ۹۲ محلونو رایو په اړه، چې د رای اچونې له نېټې څخه بهر بلل شوي وویل، چې که چیري یاد محلونه کومه ستونزه ونه لري د اعتبار وړ ګڼل کېږي.

  • د رایو د بیا شمېرلو بهیر پیلېدل

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون تر درې ورځنۍ وقفې وروسته نن یکشنبه په ۲۸ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر له سره پيل کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې تېره اونۍ په بادغیس، بامیان، ارزګان، نیمرزو او میدان وردګ ولایتونو کې غیر بایومټریک رای شمېرل شوي او نن په پاتې ولایتونو کې دغه بهیر پيل شو.

د ټاکنو کمېسیون یو ځل بیا له کاندیدانو څخه غوښتي چې د رایو د بیا شمېرلو مخه ونه نیسي.

په ورته وخت کې نن یکشنبه د کاندیدانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو بیا شمېرلو له بهیر سره مخالفت اعلان کړی دی.

دغه شورا ویلي، چې د رایو د بیا شمېرلو د بهیر پایلې نه مني او همدارنګه یې زیاته کړې، چې د دوی ناظرین په دغه بهیر کې ګډون نه کوي.