د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی وايي، د افغانستان سیاسي نظام په عمومي توگه د عامه اړیکو د یوې واحدې ستراتيژۍ له کمبود سره مخ دی.
د ښاغلي ستانکزي په وینا په هیواد کې داسې سیاسي فضا حاکمه شوې ده چې په کې اوس رواني تبلیغاني جګړه روانه ده .
ښاغلي ستانکزي وویل یوه داسې ستراتیژي باید طرحه شي چې په کې د رسنیو او بیان آزادۍ خوندي وي او په عین وخت کې د ملي گټو یو سور فاصل خط وکاږل شي.
ښاغلي ستانکزي چې د ستراتيژيکو اړیکو د همغږۍ عالي شورا ته یې وینا کوله وویل روانې تبلیغاتي جګړې منفي تاثیر کړی دی او باید د افغان امنیتي ځواکونو معنویات لوړ شي نه دا چې په جزوي او سلیقوي برخوردونو د ملي پوځونو معنویات وبایلل شي.
د دفاع وزارت سرپرست چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي د عالي شورا په فوق العاده غونډه کې خبرې کولې وویل چې د افغانستان په اړه بدبینۍ نه یوازې په دننه بلکې د سیمې د هیوادونو په کچه دي.
په دې غونډه کې چې سیاسي او نظامي څیړونکو، د رسنیو استازو، د پارلمان او مدني ټولنې غړو گډون درلود، ښاغلي ستانکزي له ټولو وغوښتل چې د بې اعتمادۍ د فضا د حاکمولو په ځای دې د نظام د تقویې لپاره کار وکړي که نه د نظام بل بدیل نشته.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سیمې ځيني هیوادونه هڅې کوي چې د تروریستي ډلو او مشخصو کسانو په وسیله په افغانستان کې خپل هدفونه خوندي کړي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سیمې ځيني هېوادونه هڅې کوي چې د تروریستي ډلو او مشخصو کسانو په وسیله په افغانستان کې خپل هدفونه خوندي کړي او په دې باور دی چې افغانستان د سیمې د هېوادونو جګړې په ډګر بدل شوې او ځيني هیوادونه کوښښ کوي، څو له جګړې څخه په استفادې خپل اهداف تامین کړي.
خو ښاغلي ستانکزي په مشخصه توگه د کوم هیواد نوم یاد نه کړ.
ښاغلي ستانکزي د روان وضعیت په تړاو وویل چې پدې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځانګړي فوق العاده عملیات شوي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې بې ساري وو او پدغو عملیاتو کې د بهرنیو جنګیالیو په شمول وسله والو مخالفینو ته دروند زیان اوښتی دی.