طالبان: د امر بالمعروف نوی قانون 'په نرمۍ' پلی کیږي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو دوشنبې اګست ۲۶ (وږي پنځمه) وویل چې د امر بالمعروف تازه تصویب شوی قانون به "په نرمۍ سره" پلی شي.

طالبانو دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې نړیوالې ټولنې او افغانانو په دغه قانون کې د نویو محدودیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د امر بالمعروف د ۳۵ مادو د قانون له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزارت لخوا خپور شو، ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

په دغه قانون کې له لباس څخه نیولې تر کړو وړو او ټولنیزو تعاملاتو پورې پراخ شرایط وضع شوي. په دې کې د نارینه د لباس طرز او ږیرې د اوږدوالي مقررات هم شامل دي او همدارنګه په همجنسبازۍ، په عامه ځایونو کې د موسیقۍ په غږولو، د حیواناتو په جنګولو او د غیراسلامي رخصتیو په نمانځلو بندیزونه شامل دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون کولی شي د امر بالمعروف د قوانینو په پلي کولو کې د شدت لامل شي. ډیری دغه قوانین، له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې ددغې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت فرانس پرس ته په لیږل شوي غږیز پیغام کې ویلي: "زه باید دا روښانه کړم چې د دې مقرراتو د پلي کولو پرمهال به زور او جبر نه کارول کیږي." هغه وویل چې مقررات به "په ډیرې نرمۍ سره پلي شي، خلکو ته به پوهاوی ورکول کیږي او ورته به لارښوونه کیږي."

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پلټونکو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي."