طالبان: نجونې نه حذف کوو، د تحصیل زمینه یې ژر برابریږي 

د طالبانو د حکومت مقامات وايي چې ډیر ژر به ښوونځیو ته د نجونو د بیرته تګ په هکله ښه خبرونه اعلان شي، خو د نړیوالې ټولنې څخه یې ددې بهیر د مالي تمویل غوښتنه هم کړې.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د پروګرامونو او بهرنیو مرستو مدیر وحیدالله هاشمي د رویترز آژانس ته وویل چې: "انشاءالله مونږ به ټول هیواد او ټول ملت ته ښه اعلامیه ولرو."

ښاغلي هاشمي وویل چې د طالبانو تحریک د نجونو زده کړو ته ژمن دی او اوس بیرته ښوونځیو ته د هغوی د راتګ لپاره په کار بوخت دی. هغه زیاته کړه چې هیڅ یوه ښوونکې له دندې نده لرې شوې او دا "نړۍ ته یو مثبت پیغام دی چې مونږ پر یو میکانیزم کار کوو. مونږ د ښوونځیو او پوهنتون څخه د هغوی په حذف کولو کار نه کوو."

بیا هم ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د نورو دولتي برخو په څیر د ښوونې او روزنې برخه د اګست په میاشت کې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې حکومت د نسکوریدو وروسته د بهرنیو مرستو د ناڅاپي بندیدو په وجه سخت تاوان لیدلی او هغه د مرستو د بیرته پیل کیدو غوښتنه وکړه. هغه وویل: "که هغوی واقعاً غواړي چې نجوني په ښوونځیو کې وویني، اوس باید له مونږ سره مرسته وکړي. "

طالبالنو د سپتمبر په ۱۷د هلکانو ښوونځي پرانستل خو د شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وزیږول.

طالبانو ټینګار کړی دی چې د نجونو د بیرته تګ دمخه په یو طرزالعمل باندې کار کوي چې "د زده کړو یو امن چاپیریال" چې د طالبانو په وینا اسلامي وي، هغوی ته رامنځته کړي.

د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو تضمین یوه له عمده موضوعګانو څخه ده چې طالبان ورسره په افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو راهیسې مخامخ دي او نړیوال بنسټونه د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو دمخه غواړي هغوی (طالبان) دا ثابته کړي چې دې کار ته درناوی لري.

سره له دې چې د افغانستان په ځینو شمالي سیمو لکه کندز او مزارشریف ښار کې نجوني په بشپړه توګه خپل درسونه پرمخ بیایي خو په نورو سیمو کې د نجونو د لیسو او متوسطه ښوونځیو بندیدو د نړۍ هیوادونه او په ځانګړې توګه متحده ایالات او روسیه شکمنه کړې ده او له طالبانو نه یې غوښتي چې ژمنې یې د عمل سره مطابق اوسي.

ښاغلي هاشمي وویل: "زمونږ علما پدې کار کوي او انشاءالله ډیر ژر به هغه نړیوالو ته اعلان کړو. "

ښاغلي هاشمي وویل چې ددې وزارت مقامات د نړیوالو بنسټونو سره له نژدې همکاري کوي خو خبرداری یې ورکړ چې دغه سیستم به داسې تنظیم شي چې د طالبانود رهبرۍ او علماو د رضایت وړ وګرځي نه د نړیوال فشار له مخې.

هغه وویل: "مونږ غواړو هلکان او نجونې زده کړې وکړي او وبه یې کړي”

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه د ۲۰۰۱ تر وروستیو پورې ښځو ته اجازه نه ورکوله چې د شرعي محرم پرته له کور نه ووځي او ښځې او نجونې د زده کړو او کار کولو له حق څخه محرومې وې.