طالبانو له محرم پرته ښځو ته د پرواز اجازه ورنکړه

د رپوټونو له مخې طالبانو په لسګونو هغو ښځو ته د پرواز کولو اجازه نده ورکړې چې غوښتل یې له شرعي محرم پرته سفر وکړي.

د یو هوایي شرکت دوو مقاماتو چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې ذکر شي د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۶) د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې یو شمیر ښځو غوښتل په داخلي او بهرنیو پروازونو کې سفر وکړي، طالبانو ورته اجازه ورنکړه او ورته یې وویل چې له نارینه محرم پرته سفر نشی کولای.

د یو مقام په وینا ددغو ښځو له ډلې څخه یو شمیر یې دوه ګونی تابعیت درلود چې غوښتل یې بیرته په بهر کې خپلو کورونو ولاړې شي، یو شمیر دغه ښځې د کاناډا اوسیدونکې وې.

ټاکل شوې وه چې دغه ښځې اسلام آباد، دوبۍ او ترکیې ته د کام ایر او اریانا هوایي شرکت په پروازونو کې ولاړې شي. ویل کیږي چې دغه امر د طالبانو د رهبرۍ له لورې شوی دی.

د کابل د نړیوال هوایي ډګر رئیس او امنیه قوماندان دواړه د طالبانو د ډلې غړي دي او ویل کیږي چې هغوی د شنبې په ورځ د هوایي شرکتونو له مسولینو سره خبرې کړې دي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو ته د نجونو د ستنیدو لړۍ وځنډوله. طالبانو د پوهنې وزارت ظاهراً د نجونو لپاره د تعلیمي موسسو د پرانستلو د ځنډ دوه لاملونه په ګوته کړي دي. لومړی د شريعت سره سم د شرايطو برابرول او دوهم د افغاني دود او کلتور سره سم د فضا رامنځته کول دي، خو د دغو معيارونو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

دې اقدام ډېر افغانان په غوسه کړي دي، چې وايي د طالبانو ځوان نسل لکه سراج الدین حقاني په پاکستان کې د خپلو لوڼو د زده کړې زمینه برابره کړې ده، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نورې ښځې او نجونې د طالبانو له واککن کیدو وروسته ځورول شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په ناڅاپي توګه د قطر په دوحه کې د طالبانو له چارواکو سره ناسته پدې خاطر لغوه کړه، چې ددې ډلې مشرتابه د خپلې ژمنې خلاف، یو ځل بیا تر امر ثاني پورې د نجونو د ښوونځیو پرانستل وځنډول.

د طالبانو دې اقدام نه یوازې په افغانستان کې توند غبرګونونه راوپارول، بلکې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او یو شمېر غربي هېوادونو هم د طالبانو دا کړنه وغندله او ویې ویل، چې د نجونو د زده کړو له حقونو څخه سرغړونې به په هغه هېواد کې منفي سیاسي او ټولنیزې پایلې ولري.