نویو جګړو کې تر ۵۰ ډیر افغان پوځیان او طالبان وژل شوي

په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ تازه جګړې شوې دي

وسله والو طالبانو په خپلو تازه بریدونو کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه او سیمه ییز وسله وال وژلي دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ (جنوري۱۰) په کندز، بغلان، تخار او بادغیس کې پر افغان ځواکونو او حکومت پلوو وسله والو بریدونه وکړل.

په کندز کې د قلعه زابل ولسوال احمد فهیم قرلق رویټرز خبري آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، ۱۰ افغان امنیتي ځواکونه یې وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي دي.

په برید کې د ښاغلي قرلق په وینا ۲۵ طالبان هم وژل شوي دي.

چارواکي همدغه راز وايي چې د طالبانو په بریدونو کې په بغلان او تخار کې هم ۱۶ حکومت پلوه ملېشي وژل شوي دي. چارواکي وایي په برید کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

اخوا د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي رویټرز ته ویلي چې د طالبانو په برید کې شپږ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي. طالبان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ډېر امنیتي ځواکونه او حکومت پلوه وسله وال وژلي دي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې هلې ځلې هم روانې دي.