د لوبو لپاره تللي ځيني افغان لوبغاړي بیرته نه راځي

په وروستۍ پېښه کې د افغانستان د معلولو سرتېرو د ولیبال د لوبډلې پنځو غړو او یو روزونکي په استرالیا کې پاتې شول

لویدیځو هیوادونو ته د افغان لوبغاړو د لیږلو په وړاندې یوه ستونزه د لوبغاړو د بیرته نه راتګ اندیښنه بلل کیږي.

د افغانستان د معلولو سرتېرو د ولیبال د لوبډلې پنځو غړو او یو روزونکي چې د لوبو لپاره استرالیا ته تللي وه، په کوربه هیواد کې پناه غوښتلې ده. د افغانستان د اولمپیک کمېټه وايي د افغان لوبغاړو دا ډول تېښته او پناه غوښتل افغانستان او د افغان ورزش حیثت ته زیان رسوي.

خو دا لمړی ځل ندی چې افغان لوبغاړي چې د رسمي لوبو لپاره بهر تللي، بیرته هیواد ته نه راستنیږي.

که څه هم داسې شمیرې نشته چې وښيي څومره افغان لوبغاړو په تیرو ۱۷ کلونو کې په بهرنیو هیوادونو کې پناه اخیستې ده، خو پخوا هم د افغانستان د بیلابیلو ورزشي فدراسیونونو استازو په اروپايي هیوادونو، کاناډا او استرالیا کې پاتي شوي و.

په افغانستان کې ناامني، اقتصادي بې وزلي، او په هیواد کې دننه پر یوه راتلونکي نه باور لرل، د ځینو په اند، په بهر کې د افغان لوبغاړو د پناه اخیستلو اصلي لاملونه بلل کیداې شي.

ولې د کرکټ لوبغاړي نه تښتي؟

څو کاله مخکې د افغانستان د کرکټ ځینې لوبغاړي په کاناډا، جرمني او انګلنډ کې پاتې شول، خو پدې وروستیو کې چې افغانستان په کرکټ کې د نړۍ د غوره ډلو په کتار کې راغلی او ځینې لوبغاړي یې په نړیوالو څېرو بدلې شوې دي، هېڅ یو کرکټ لوبغاړي په بهرني هېواد کې پنا نه ده اخیستې.

د افغانستان کرکټ بورډ د دغه کار لامل له هېواد سره د لوبغاړو مینه بولي. د بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل "موږ ټولو لوبغاړو ته امکانات برابر کړي دي، هغوی په وطن کې خپله آینده ګوري او نغواړي چې په پردي وطن کې یې ژوند خراب شي، خپل نوم او د افغانستان نوم بد کړي."

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق چې د نړۍ لسګونو هېوادونو ته یې سفرونه کړي امریکا غږ ته وویل چې دوی د افغانستان د نوم او نښان د ساتلو په خاطر بهرنیو هېوادونو کې نه پاتې کیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل "امکانات وو چې موږ لندن یا کوم بل هېواد کې پاتې شوي وای، ډېرو خلکو هم راته همدا خبره کوله، هغه وخت د افغانستان کرکټ هم دومره مشهور او ښه نه و، خو موږ دا کار ونکړ ځکه چې موږ نه غوښتل د افغانستان نوم بد شي. هاغسې قدر او ژوند چې دلته لرو، پردیو هېوادونو کې نشته."

افغانستان کې کرکټ تر بلې هرې لوبې ډېره وده کړې ده

ځینې ورزشي او حکومتي ادارې بهرنیو هېوادونو د سفر پر مهال له لوبغاړو او چارواکو ضمانتونه اخلي چې هلته پاتې نشي. کریم صادق وايي ده څو کاله مخکې د کرکټ د ځینو لوبغاړو ضمانت هم کړی و چې هغوی بیا په کاناډا کې پاتې شول او "ښه کار یې ونکړ".

د کرکټ بورډ ویاند ښاغلي هوتک وویل "موږ له لوبغاړو ضمانت نه اخلو او هغوی خپل عادي سفرونه کوي. هغه لوبغاړي چې بهرنیو هېوادونو کې پاتې شوي اوس پښیمانه دي. موږ هېڅ اندېښنه نلرو چې کوم لوبغاړی به بهرني هېواد کې پاتې شي."

کرکټ یوازینۍ لوبه ده چې افغانستان په کې تر بلې هرې لوبې ډېر ځلېدلی دی. افغانستان دا مهال د ۲۰ اورونو په درجه بندۍ کې په نړۍ کې اتم او د یوې ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لسم ځاې لري. ځینې لوبغاړي یې په نړیواله کچه مشهور شوي او په پیژندل شوو نړیوالو لیګونو او کلپونو کې هم لوبیږي.

پر ملي لوبډلې سربېره د افغانستان الف لوبډله، د ۱۹ کلونو او ۱۷ کلنو لوبډلې هم نورو هېوادونو د لوبو لپاره ځي. د ۱۹ کلنو لوبډله یې همدا تېرکال نیوزلنډ ته تللې وه او هلته یې نړیوال جام کې لوبې وکړې، خو ټول لوبغاړي یې بېرته راستانه شول. داسې افغان لوبغاړي هم شته چې د کال میلیونه ډالر ګټي او ښايي همدغه کار نور وځوانو لوبغاړو ته دا انګیزه ورکړي چې په افغانستان کې ښه راتلونکی لري او ښايي یوه ورځ د نبي، راشد، مجیب یا شهزاد په څیر وتلی لوبغاړی شي.