ټاکل شوې چې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ سبا جمعه فبروري نهمه (سلواغه ۲۰) پیل شي.
د دغې لړۍ لومړۍ لوبه به د سري لانکا د کېنډي په ښار کې کېږي.
یو شمېر هغه افغان لوبغاړي چې له سري لانکا سره په ورستۍ ټست لوبې کې نه وو، د یوې ورځنیو لوبو لپاره له لوبدلې سره یو ځای شوي دي.
په دغو لوبغاړو کې محمد نبي، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن او عظمت عمرزی شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې لوبغاړي یې د چهارشنبې په ورځ د کېنډې ښار ته ورسېدل.
Touch Down, Kandy! 🤩AfghanAtalan have arrived in Kandy for the three-match ODI series against Sri Lanka, starting this Friday at the Pallekele International Cricket Stadium. 👍#AfghanAtalan | #SLvAFG2024 pic.twitter.com/qvqE1ljBo3
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) February 7, 2024
افغانستان د دریو لوبو د سیالیو تر پيل مخکې له کوربه هېواد سره د ټست یوه لوبه لرله چې په لوی توپیر یې وبایلله.
د افغانستان د کرکټ لوبډله د ټست په پرتله په یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ښه لوبډله بلل کېږي. افغانستان د تېرکال د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې هم سري لانکا ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان په لوبډلې کې راشد خان نه شته، هغه څو میاشتې مخکې د ملا عملیات وکړل او ډاکټرانو ورته د ارام کولو سپارښتنه کړې ده.
د افغانستان او سري لانکا ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۱ او درېیمه یې په ۱۴ نېټه دي.
له یوې ورځنیو لوبو څخه وروسته بیا د دواړو خواو ترمنځ د فبرورۍ په ۱۷ نېټه درې شل اوریزې سیالۍ پیلېږي.