د شینډنډ هوایي حمله افغان سرتیرو کړې ده

افغان هوایي پوځ د دوشنبې په ورځ په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو یو مرکز بمباري کړ

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ پر بخت آباد سیمې حمله افغان هوایي ځواکونو کړې ده چې د رپوټونو له مخې په کې لږ تر لږه ١٦ ملکي وگړي وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري په وینا مستند رپوټونه شته چې په دې حمله کې "۱۸د دښمن ١٨ جنگیالي" وژل شوي دي.

جنرال وزیري د امریکا غږ ته وویل "چیرته چې بمبارد شوی هلته د مخالفینو یو زندان و او ملکي خلکو هلته ژوند نه کاوه. په زندان څو تنه افغان سرتیري هم د مخالفینو سره بندیان وو چې څو تنه یې راتښتیدلي دي، هغوی وایي چې هلته اصلاً فامیلونه او ملکي وگړي نه وو".

خو ددې سره سره د هرات ولایت محلي مقامات وایي چې په وژل شویو کسانو کې ١۴ ښځې او دوه ماشومان شامل دي. دوی دا هم وایي چې په دې هوایي برید شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي وزیري د امریکا غږ ته وویل چې په حمله کې د ملکي وگړو د وژل کیدو په هکله د رپوټونو له خپریدو وروسته د دفاع وزارت د حقیقت موندنې په خاطر سیمې ته یو پلاوی استولی دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه هیات یا یوناما رپوټ ورکړی چې د روان میلادي کال په لوړیو شپږو میاشتو کې ۹۵ افغان ملکي وگړي په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي او ۱۳۷ نور ملکیان په حملو کې ټپیان شوي دي چې ددې جملې نه ۲۹ ملکي وگړي د افغان هوایي پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ٨٥ نور ملکي وگړي ټپیان شوي دي.