طالبانو ۵ برتانوي اتباع له بنده خوشې کړل

په افغانستان کې طالبانو دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) تائید کړه چې د برتانیې څو تنه اتباع چې شاوخوا ۶ میاشتې پدې هیوا کې بندیان و، خوشې کړیدي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې د دې برتانوي اتباعو د خوشې کیدو په هکله په ټویټر کې لیکلي، "څو تنه بریتانوي وګړي چې له نن څخه شاوخوا شپږ میاشتي وړاندي د هیواد د نافذه قوانینو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو باندي اخته و نیول شوي وو. د بریتانیا سره د پرلپسې ناستو اومجالسو وروسته د یو تفاهم پر اساس تیره ورځ یاد کسان خوشي او خپل هیواد ته وسپارل شول"

ښاغلي مجاهد په ټویټر کې دا ندي لیکلي چې دې برتانویانو د افغانستان د کومو قوانینو څخه سرغړاونې کړي خو دومره یې ویلي چې دې کسانو "ژمنه کړي چې د افغانستان نافذه قوانینو، د خلکو عنعناتو او کلتور ته به متعهد پاتي کیږي او بیا ځلي به یې نه نقض کوي`".

په عین حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د دې کسانو خوشې کیدل ستایلي او دا یادونه یې هم کړي چې هغوي د حکومت د سلا مشورې پرته افغانستان ته تللي و.

د وزارت په اعلامیې کې د یو استازي له قوله ویل شوي چې دا یوه سهوه وه.

په اعلامیې کې راغلي، " د برتانوي اتباعو د کورنیو په استازیتوب، مونږ د افغانانو د عنعنې، دود او دستور او قانون څخه د هرې سرغړاونې له کبله بخښنه غواړو او په راتلونکې کې د هغوي د ښې رویې ډاډ ورکوو. د برتانیې حکومت هم پدې پیښې پیښیمانه دی.

په عین حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې الیزابت ټرس په ټویټر کې لیکلي چې خوشې بندیان به ډیر ژر د خپلو کورنیو سره یو ځای شي او د برتانوي دپلوماتانو څخه یې د هغوي په خوشې کیدو د مرستې له کبله مننه وکړله.

د برتانیې حکومت او نه هم طالبانو د خوشې شویو کسانو د نومونو په هکله څه ندي ویلي او نه یې د هغوي په هکله نور جزیات ورکړي. خو د همدې کال د فبروري په میاشت کې د پیټر جوینال په نامه د یو تن د کورنیو غړیو ویلي و چې هغه طالبانو نیولي او بندي کړی.

جونیال د برتانیې تر څنګ د جرمني تابعیت هم لري.

د هغه کورنۍ ویلي و چې جونیال څو لسیزې کیږي چې افغانستان ته سفر کوي او د بي بي سي سره د آزاد کمره مین په توګه کار کوي. طالبانو دا کس د ډسمبر په میاشت کې نیولی و خو د هغه د جرم په هکله یې څه نه وي ویل.

خو د جونیال کورنۍ ویلي و چې دا ځل هغه افغانستان ته د افغانستان د کانونو په برخې کې د پانګې اچوونې او همدرانګه ځینو کورنیو موضوعاتو په هکله د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و.