د نورستان په دواب کې د تودې جګړې اومه ورځ

د نورستان د جغرافیایي موقعیت له کبله ددې ولایت چارواکي له اوږدې مودې راهیسې د ترهگرو له گواښ سره مخامخ دي

د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د تېرو شپږو ورځو راهیسې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او ولسوالۍ له چاپیره شاوخوا سیمو محاصره ده.

حکومتي ځواکونو پکې طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو دعوه کړې، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د لوېدیځ نورستان په دواب نومې ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو او طالب وسله والو تر منځ جګړه په شپږمه ورځ هم توده وه.

د نورستان د ولایتي شورا مشر انجنیر سعد الله پاینده زوی وايي د تودې جګړې اومه ورځ هم سرته ورسېده، خو کومکي قوه لا د جنګ سیمې ته نه ده رسېدلې او یوازې پوځي هیلیکوپټرو یو څو ګوزارونه کړي دي.

هغه وايي، "د نورستان امنیه قوماندان یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته ځان رسولی، خو د دواب له جنګېدونکو حکومتي ځواکونو سره مرسته نه شی کولای."

انجنیر پاینده زوی زیاتوي که حکومت ددغه جګړې د ګټلو لپاره ژر گامونه اوچت نکړي، نو له دواب سره سره د نورستان نورې ولسوالۍ او ان په ګاونډيو ولایتونو هم ناوړه اغېز کولای شي.

خو د نورستان د والی مرستیال محمد هاشم فیضي وايي د هوايي بریدونو او مخامخ تودې جګړې په پایله کې یې مخالف وسله وال په شاه تنبولي، خو د دواب ولسوالي لا د طالبانو له محاصرې نه ده وتلې.

هغه وايي، "حکومتي قوه سیمې ته ور رسېدلې او ژر ده چې دغلته د نورستان له څو ولسوالیو راټول شوي وسله وال یا ووژني او یا یې په په شا وتمبوي."

خو د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په دغه اوه ورځنۍ جګړه کې خوراکي شیان خلاص کړي او که جنګ اوږد شي نو دوی به د لوږې له کلک ګواښ سره مخامخ شي.

حاجي نور ددغې ولسوالۍ قومي مشر وايي په لودیځ نورستان کې پرتې نورګرام،دواب او منډول درې واړه ولسوالۍ په نسبي توگه نا امنه دي.