اسټرالیایي خبریاله وايي طالبانو توقیف کړې او بخښنې غوښتو ته یې اړ کړې

یوه استرالیايي خبریاله وايي په کابل کې د طالبانو له خوا توقیف شوې او اړ ایستل شوې ده چې په تېر یوه کال کې خپل خپاره کړي موثق راپورونه ناسم وبولي او په اړه یې بخښنه وغواړي.

لین اوډانل چې د امریکا فارن پالیسي مجلې او نورو نړیوالو رسنیو ته کار کوي، وايي د راپورونو جوړولو دپاره کابل ته تللې وه.

هغې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د همجنسګرایانو او دوه جنسیته افرادو پر ستونزو راپورونه خپاره کړي او په یوه راپور کې یې د طالبانو قوماندان د کم عمره نجونو په زور ودولو او په جنسي استفادې تورن کړي وو.

اوډانل نن پنجشنبې ۲۱ جولای (چنګاښ ۳۰) امریکا غږ ته وویل، یوه ورځ دمخه طالبانو د څلورو ساعتونو دپاره، په کابل کې د استخباراتو په ریاست کې توقیف کړې وه.

اوډانل وايي، د توقیف په دوران کې هغه ګواښل شوې چې د خپلې ټویټرپاڼې له لارې ددغه راپورونو د خپرولو له آمله بخښنه وغواړي او که دا کار ونکړي نو زندان ته به ولېږل شي.

مېرمن اوډانل وايي، طالبانو اړ ایستله چې ځان د افغانستان له کلتور سره نااشنا وښيي: "غوښتل یې زه د یوه ټویټ له لارې اعتراف وکړم چې زه د افغانستان او افغان کلتور په هکله په هیڅ نه پوهېږم او دا هر څه چې ما لیکلي بې بنسټه دي".

لین اوډانل وايي، د توقیف پر وخت ورته ویل شوي چې په افغانستان کې د همجنسبازانو په اړه د هغې خپور شوی راپور حقیقت نلري. هغه زیاتوي، د طالبانو د استخباراتو یوه مامور ورته ویلي چې "په افغانستان کې همجنسبازان نشته"، او بل مامور ورته ویلي چې که په افغانستان کې کوم همجنسباز وویني نو و به یې وژني.

لین اوډانل وايي، پر ټویټر باندې د بخښنې د پیغام له خپرولو وروسته، پرېښودل شوې او له هغه سم وروسته له افغانستان څخه وتلې ده.

د نیویارک ټایمز روځپانې په دې اړه په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو ادعا کړې ده چې دغې خبریالې له اجازې پرته په افغانستان کې کار کاوه.
ورځپاڼې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له خولې لیکلي: "افغانستان ته له راتګ وروسته، د مېرمن اوډانل د کار درخواست ځکه رد شوی وو چې هغې د اوسني حکومت خلاف د وسله وال مقاومت ښکاره ملاتړ کړی وو او حکومتي مسوولین یې په سترو جنایتونو او جنسي استفادو تورن کړي وو".