ټاکل شوې چې د افغان ابدالیانو د کرکټ لوبډله یکشنبه اکټوبر ۲۷ ( لړم پنځمه) د آسیا ایمرجنګ جام په پای لوبې کې د سري لانکا الف لوبډلې سره مخ شي.
دا لوبې په عمان کې د کرکټ آسیایي شورا تنظیموي. دا ددې جام شپږم پړاو دی.
د افغانستان لوبډلې پخپل ګروپ کې په دریو لوبو کې دوه وګټلې او په نیمه پای لوبې کې یې د هند الف لوبډلې ته د شلو منډو په توپیر ماتې ورکړله.
د افغانستان لوبډلې په ګروپي لوبو کې د اکټوبر په ۱۸ مې د سري لانکا لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. سري لانکا بیا په نیمه پای لوبې کې د پاکستان لوبډله ماته کړه او نیمه پای لوبې ته ووته.
پاکستان تیر ځل ددې جام اتلولي ګټلې وه. سري لانکا هم دوه ځلې ددې جام اتلولي ګټلې.
د افغانستان ابدالیان لوبډله په توپ وهنې کې تر ډیره حده د سر په دوو لوبغاړو، صدیق الله اتل او زبیرالله اکبري اتکا لري چې د هند سره په نیمه پای لوبې کې یې دواړه ښه وځلیدل.
اتل په نیمه پای لوبې کې په ۵۲ توپونو ۸۳ منډې وکړلې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. اکبري بیا په ۴۱ توپونو ۶۴ منډې وکړلې. دوي دواړه په کیڼ لاس توپ وهنه کوي.
صدیق الله اتل همدارنګه په روانو سیالیو هغه لوبغاړی دی چې تر ټولو ډیرې منډې یې کړي. هغه پدې سیالیو کې ۳۱۳ منډې کړي. په دریم نمبر کې بیا زبیرالله اکبري دی چې ۱۳۷ منډې یې کړي.
په توپ اچونې کې بیا بلال سمیع او الله محمد غضنفر هغه دوه افغان لوبغاړي دي چې د لوبډلې سترګې وراوړي. غضنفر د هند الف لوبډلې په خلاف په نیمه پای لوبې کې ښه وځلید او د سیالې لوبډلې د سر دوه لوبغاړي یې وسوځول چې د افغان ابدالیانو لپاره یې د لوبې په ګټلو کې مرسته وکړله.