د "فساد له کبله" د لویو لارو ۱۸۶ امنیتي ساتونکي له دندو لیرې شوي

عکس( ارشیف)

په افغانستان کې د باروړنکو موټر چلوونکو تر کاري اعتصاب او د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات د لویې لارې تر تړل کېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت ۱۸۶ امنیتي منسوبین له دندو لیري کړي دي.

د یادي لارې پر سر د غیري قانوني پيسو اخیستلو او د پوليسو د ناسم چلند په غبرګون کې درې اونۍ وړاندي د بار وړونکو لاریو چلوونکو کاري اعتصاب پيل کړی و.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن شنبه فبروري ۲۰ ( کب دوهمه) پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ۱۳۵ د لویې لارې امنیتي سرتیري او ۵۱ تنه نور د کابل د دروازو پولیس منسوبین له دندې څخه لیري شوي دي.

اندرابي زیاته کړې چې یاد پرېکړه د ترانسپورتي شرکتونو د ټولنې له غړو سره لیدنه کې د هغوی تر شکایتونو اورېدو وروسته شوې ده.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تیره ورځ د افغانستان د ترانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه کې هغوی ته د ستونزې هواري ډاډ ورکړی و.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي و چې د اړوند ولایتونو امنیه قوماندانانو ته لارښوونه شوې چې د لویو لارو د ستونزو هواري برخه ته جدي توجه وکړي.

شااوخوا درې اونۍ وړاندې د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات د لویو لارو باروړونکو موټر چلوونکو کاري اعتصاب پيل کړ چې وروسته یاده لار د مسافر وړونکو موټر پر مخ هم وتړل شوه.

اوس ویل کیږي چې د افغانستان د لویو لارو د بار وړونکو موټرو ټولنو په مشروط ډول فعالیت پيل کړی او لویې لارې خلاصې شوي دي.

تیره اونۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلینو امریکا غږ ته وویل چې د لارو بندېدو سره په لویو ښارونو کې د خوراکي توکو ترڅنګ د مایع ګازو او تېلو بیې هم لوړې شوي دي.