ایا د ترمپ نوې تګلاره به هلمند کې د طالبانو د ماتې سبب شي

د هلمند ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ۱۲یې د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې دي

د هلمند ولایت چې څو کاله وړاندې لسګونه زره بهرني سرتېري پکې دېره وو او په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور یوه نمونه ګڼل کېده اوس په کې طالبان فعاله دي.

په هلمند کې د متحده ایالاتو عسکر وایي د افغانستان په هکله د جمهور رئیس ترمپ وروستۍ پریکړه چې امریکایي عسکر دې تر نا څرگند وخته پورې افغانستان کې پاتې شي او ٣٥٠٠ نور اضافي عسکر دې هغه هیواد ته ولیږل شي، په اصل کی دوی ته زیات وخت ورکوي چې د هلمند ولایت په بشپړه توگه د طالبانو له ولگې نه وباسي.

د امریکا د پوځ څخه جورج کالدول وایي"مونږ له کلونو راهیسې ډیر جنگي عملیات کړي او نه غواړو چې دا سیمه بیا بې ثباته وگورو. دلته بیرته راتگ او د سیمې په ثبات کې مرسته کول مونږ ډیر خوشاله کوي".

د هلمند د شوراب پوځي اډې کې امریکایي عسکرو ته اړتیا شته او له همدې وجې په دې وروستیو کې امریکایي عسکر د افغان عسکرو د روزلو لپاره هلمند ته واستول شول.

افغان پوځ دا مني چې ځواکونه یې جگړه په یوازې ځان نشي کولی. د افغانستان د پوځ څخه برید جنرال ولي محمد احمدزي فرانس پرس ته ویلي چې د افغانستان څخه د امریکا ملاتړ ډیر مهم دی. جنرال احمدزي زیاته کړه افغان پوځ لا ډیر ځوان دی او په یوازې سر جگړه نشي کولی.

د فرانسې خبري اژانس راپور زیاتوي چې د هلمند ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ۱۲یې د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې یوه امریکایي لوړپوړي چارواکي تائید کړې چې د دفاع وزیر جېمز مټېس افغانستان ته د درې نیم زره عسکرو د استولو پرېکړه کړې ده.

روېټرز اژانس د دغه امریکایي چارواکي نوم نددی ښودلی، خو ویلي دي چې دغه ځواکونه به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي.

د دفاع وزیر جېمز مټېس افغانستان ته د درې نیم زره عسکرو د استولو پرېکړه کړې ده.

د ترمپ تګلاره او غبرګون

افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې تگلارې کې پر پاکستان تور لګول شوی چې خپله خاوره کې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې د دوی عسکر په نښه کوي.

جمهور رئیس ترمپ د افغانستان لپاره د امریکا د تگلارې د اعلان پر مهال پر پاکستان غږ کړی چې د دې ډول وسله والو پر ضد دې سمدستي جدي ګامونه پورته کړي.

خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه وویلي چې هیواد یې د افغانستان د ملاتړ په برخه کې تر اوسه له خپلې وسې زیاته مرسته کړې، او د دې هېواد لپاره جګړه په خپله خاوره کې نه شي کولای.

د پاکستان لوی درستیز زیاته کړه"موږ له خپله وسه او ظرفیتونو زیات د افغانستان ملاتړ وکړ، خو نهشو کولای د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخ ته یوسو، موږ د زړه له کومې له افغانستان سره د خبرو او سولې هڅه کړې، خو په هر صورت افغانستان یو خپلواکه هېواد دی چې خپلې پرېکړې په خپله کوي."

جنرال قمر جاوید باجوه دا څرګندونۍ په راولپنډۍ کې پاکستان د د دفاع د ورځې د لمانځلو د ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وکړې. جنرال باجوه وویل، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یې هېواد ډېره قرباني ورکړې او نړۍ په تېره بیا د امریکا متحده ایالات باید د دغې قربانۍ قدر وکړي.

"د امریکا له متحده ایالاتو د خلکو احساسات روښانه دي، موږ مرسته نه غواړو، موږ د باور تمه ترې لرو، زموږ د هڅو او قربانیو باید درناوی وشي، موږ به د امریکا او ناټو د هر هغه اقدام ملاتړ وکړو چې په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې سولې ته لاره هواروي"

امریکايي چارواکي له پاکستان څخه په دې ناهیلې شوي چې وایي اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې اقداماتو کې صادقه ندي.

خو پاکستان تل دا تورونه ردوي چې گواکې تندلاري له پاکستان څخه افغانستان ته اوړي او په افغان او امریکايي عسکرو بریدونه کوي.