راپور: ټرمپ د جنرال نیکلسن له کار څخه ناراض دی

امریکايي رسنیو د افغانستان د حالاتو په تړاو د هغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جګپوړو امنیتي او سیاسي مامورینو د یوې غونډې جزئیات خپاره کړي دي.

د ان بي سي نیوز رسنۍ د چهارشنبې په ورځ [اګست ۲] خبر ورکړ چې ولسمشر ټرمپ تیره میاشت په یوه مجلس کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بایللو په اړه غوسه شوی و.

په دغې غونډې کې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو قواوو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د ګوښه کېدو غوښتنه هم کړې وه.

شپاړلس کاله کیږي چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې تر عنوان لاندې په مبارزې بوخته ده خو ولسمشر ټرمپ چې له کاری نه یې ۸ میاشتې تیریږي تردې دمه نه دی توانیدلی د افغانستان په اړه خپله تګلاره روښانه کړي.

د اڼ بي سي نیوز په حواله غونډې کې ولسمشر ټرمپ په زغرده افغانستان کې د خپلو عسکرو د جنګ په اړه نارضایتې ښودلې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکابي ددغې غوندې په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي چې د ولسمشر همکاران د جنوبي آسیا لپاره پر یوې پراخې تګلارې کار کوي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاند، مایکل انتون بیا په په یوې اعلامیې کې ویلي چې: "د ولسمشر د ملي امنیت ډله د جنوبي آسیا لپاره پر یوې هر اړخیزې او واحدې ستراتیژۍ کار کوي چې ددغې پیچلې حوزې په تړاو پکې زموږ د ملي قدرت له ټولو خواوو څخه استفاده کیږي."

انتون د سپینې ماڼۍ د محرمو غونډو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس هم تیره میاشت ویلي و چې سپینه ماڼۍ د تګلارې اعلان ته شیبې شمارې.

روانو بحثونو ته په کتو، داسې نښې نه لیدل کیږي چې دغه تګلاره دې په نږدې وختونو کې اعلان شي.

جیم ماتیس ویلي وو: "دا کار وخت نیسي. دا پدې معني نه وه چې پخواني ولسمشران ناپوه و او یا بله کومه مسله وه. دا یو سخت کار دی. باید یې په سمه توګه سرته ورسوئ."

د امریکا د دفاع وزیر د جون په میاشت کې ویلي وو چې امریکا افغان جګړه نشې ګټلې.

له عسکرو سره لیدنه

د افغانستان په اړه د ټرمپ جنجالي غونډه تر هغه یوه ورځ وروسته وشوه چې ولسمشر په یوه کم ساري اقدام کې له هغو امريکايي عسکرو سره مشوره وکړه چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه.

په هغې غونډې کې ټرمپ ویلي و: "موږ نږدې ۱۷ کاله په افغانستان کې و او زه غواړم پوه شم چې ولي د ۱۷ کلونو لپاره موږ هلته یو. هلته څه تیريږي او موږ د نویو مفکورو لپاره باید څه وکړو."

که څه هم چې امریکا اوسمهال د افغانستان او سیمې لپاره پر خپلې نوې تګلارې کار کوي امریکایي رسنۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ به له ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې نور عسکر افغانستان ته واستوي.