د بلک هاک جنگي الوتکو افغان پیلوټان وروزل شول

۴ میاشتې وړاندې ۴ بلک هاک هلیکوپترونه افغانستان ته سپارل شوي و.

د بلک هاک جنګي الوتکو لپاره د افغان پیلوټانو دوهمې دورې هم زده کړې بشپړې کړې.

دا د بلک هاک الوتکو لپاره د افغان پيلوټانو دوهمه ډله ده چې خپلي زده کړې په کندهار هوايي ډګر کې بشپړه کوي. د تازه روزل شویو پيلوټانو شمېر ۶ تنه دی او د ۳ میاشتو په موده کې يې عملي او نظري زده کړي کړي.

د افغانستان د هوايي قواوو قومندان تورنجنرال محمد شعیب وايي چې ټاکل شوې په راتلونکو څو اونیو کې د امریکا له لوري ۴ نوري بلک هاک الوتکې هم افغانستان ته وسپارل شي.

په کندهار هوايي ډګر کې د افغان پیلوټانو د روزنې د مرکز مشر امریکايي جنرال ارمانډو فېټر وايي چې افغان پيلوټانو ته په ټولو برخو کې د وخت له اړتیاوو سره سم روزل شوي دي.

جګړن سلیم د بلک هاک الوتکي تازه فارغ شوی پيلوټ وایي چې د ناټوسازمان د تعلیماتو پر معیار برابري زده کړې يې تر لاسه کړي او کولای شي چې په هر ډول شرایطو کې ډېر پيچلي ماموریتونه هم تر سره کړي.

د بلک هاک الوتکو لمړنی جوپه چې څلور الوتکې په کې شاملي وې ۴ میاشتې مخکې د کندهار په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوه.