ایرلنډ سره سیالیو ته تمرینونه ښه روان دی- ګلبدین نایب

ګلبدین نایب وویل د شهزاد په ګډون د بنګله دېش په لیګ کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي هم هند ته رسېدلي دي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب وايي چې له ایرلنډ سره سیریزونو او نړیوال جام سیالیو ته د لوبغاړو تمرینونه ښه روان دي.

ګلبدین نایب امریکا غږ ته په ځانګړي مرکې کې وویل چې په تمرین کې ډېره هڅه دا کیږي چې څنګه د برتانیا میدانونو لپاره توپ اچوونکي او منډه جوړونکي چمتو کړل شي. نړیوال جام د همدغه کال د مۍ په میاشت کې پيلیږي.

د برتانیا میدانونه تر ډېره تېزو توپ اچوونکو ته ښه دي، ګلبدین نایب وویل دوی هم په دې خبرې پوهیږي او د هماغو میدانونو لپاره چمتوالي نیسي.

افغانستان تر نړیوال جام مخکې په همدغه میاشت کې له ایرلنډ سره د ۲۰ اورنو، یوې ورځنیو او ټسټ لوبو سیریزونه لري. ګلبدین نایب ډاډ وښوده چې افغانستان به له ایرلنډ څخه به لوبې ګټي. دا لوبې د فبرورۍ په ۲۱ پيلیږي.

ګلبدین نایب همدغه راز وویل چې حمید حسن اوس تر پخوا ډېر ښه شوی دی او خپلې عادي لوبې کوي. هغه هیله وښوده چې که حمید حسن همداسې روان وي، ژر به لوبډلې ته راشي.

حمید حسن له څو کلونو راهېسې په پښې کې د ټپ له کبله د افغانستان لپاره لوبې نشي کولي. هغه هيله ښودلې چې نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ولوبیږي او همدا یې د افغانستان لپاره وروستۍ لوبې شي.

ګلبدین نایب وویل د شهزاد په ګډون د بنګله دېش په لیګ کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي هم هند ته رسېدلي دي

په هند کې لسګونه افغان لوبغاړي دا مهال په تمرینونو بوخت دي. کرکټ بورډ وايي د دغو لوبغاړو له منځ نه به د ایرلنډ سره سیالیو او نړیوال جام ته لوبغاړي غوره کوي.