رئیس احمدزی: له ایرلنډ سره لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وایي چې له ایرلنډ سره د افغانستان راتلونکې لوبه ډېره مهمه ده او ګټل یې افغانستان ته زیات ارزښت لري.

ښاغلي احمدزي د میلبورن د کرکټ په میدان کې له ایرلنډ سره تر لوبې یوه ورځ مخکې اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه )خبریالانو ته وویل چې که افغانستان سبانۍ لوبه ګټي، نو په نړیوال کپ کې یې د پرمختګ چانس لا زیاتېږي.

ښاغلي احمدزي همدغه راز د باران له کبله له نیوزلنډ سره د افغانستان د لوبې په لغوه کېدو خواشیني وښوده او وویل چې لوبغاړو یې غوښتل چې له نیوزلنډ سره لوبه وکړي.

هغه د افغانستان د لوبډلې له مینه والو څخه مننه وکړه چې میدان ته ورغلي وو. د رسمي شمېرو له مخې څه باندې ۱۱۰۰۰ مینه وال د افغانستان او نیوزلنډ د لوبې لیدو ته ورغلي وو خو د باران له کبله دا لوبه لغوه شوه او هرې لوبډلې ته یوه-یوه نومره ورکړل شوه.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه په انګلنډ باندې بایللې وه او درېیمه لوبه یې د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره ده.

رئیس احمدزي هیله وښوده چې دا لوبه به ګټي. د هغه پوره خبرې دلته واورئ: