حارث سهیل: له افغانستان سره لوبې کې به تر فشار لاندې نه یو

حارث سهیل په روان نړیوال جام کې د پاکستان لپاره ښه لوبېدلی دی

د پاکستان د کرکټ د ملي لوپدلې لوبغاړی حارث سهیل وايي‌ د افغانستان ورو توپ‌ اچوونکي یې ښه مطالعه کړي‌ دي‌ او ښه لوبه به وکړي.

حارث سهیل تر دې دمه په نړیوال جام کې د پاکستان لپاره ښه لوبه او ډېرې منډې کړي دي. هغه له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ‌مخکې (جمعه- جون۲۸) د هیډینګلي لیډز په لوبغالي کې په خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانسان سره لوبې کې به کوم تر فشار لاندې نه وي.

نوموړي وویل چې په تمریني لوبې کې یې پر افغانستان د بولې د بایللو له کبله به پر هغوی ( کوم فشار نه وي او هڅه به وکړي،‌ چې ښه لوبه وکړي‌ او ویې ګټي.)

ښاغلي‌ حارث وویل له افغانستان سره یې لوبې ته ښه چمتوالی نیولی دی. خو هغه د افغانستان ورو توپ‌ اچوونکي‌ وستایل او وویل چې هغوی ښه لوبه کړې ده.

افغانستان په نړیوال جام کې تر دې دمه اووه لوبې کړي‌ او ټولې یې بایللي دي.

مګر له پاکستان څخه یې تمریني لوبه ګټلې وه. پاکستان خپله وروستۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ له نیوزلنډ څخه وګټله.