کرکټ: جنوبي افریقا افغانستان ته په ۵۰ اوریزه لوبه کې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) جنوبي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.

جنوبي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د لومړي توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۳۳ اورونو کې د ۱۰۶ منډو کولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

جنوبي افریقا د لوبې په لومړنیو ۱۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۳۶ منډې کړي وې.

دا په تاریخ کې لومړنی ځل دی چې جنوبي افریقا د یو ورځني کرکټ په لومړنیو ۱۰ اورونو کې اووه لوبغاړي له لاسه ورکوي.

د افغانستان تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي وکولای شول په خپلو لومړنیو څلورو اورونو کې د جنوبي افریقا درې لوبغاړي وسوځوي. فاروقي څلور لوبغاړي وسوځول.

څلورمه، پنځمه او شپږمه ویکټ د افغانستان توپ اچوونکي الله محمد غضنفر واخیسته.

راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول..

د افغانستان لوبډله

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کیږي.

افغانستان په لوبډله کې د کپتان حمشت الله شهیدي برسېره، رحمان الله ګربز، ریاض حسن، رحمت شاه، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، راشد خان، الله محمد غضنفر، فضل حق فاروقي او ننګیال خروټی شامل دي.