ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه- کرکټ

د افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه د شنبې په ورځ ده

ویسټ انډیز له افغانستان سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ په بري سره پیل کړه.

د چهارشنبې په ورځ (نومبر۶) د هند د لکهنو په ښار کې د ویسټ انډیز کپتان کرن پولارډ د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۴ منډې وکړې او ویسټ انډیز دا هدف په ۴۷ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان لوبغاړو کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې وکړې. اکرام علي خیل ۵۸ او اصغر افغان ۳۵ منډې وکړې.

افغانستان لپاره لوبه حضرت ځاځي او جاوید احمدي پیل کړه، خو ژر وسوځېدل. ځاځی په نهو او جاوید په شپږو منډو وسوځېد.

ګلبدین نایب ۱۷ او محمد نبي یوه منډه وکړه. نجیب ځدران او راشد خان بیا په صفر وسوځیدل.

سره له دې چې د ویسټ انډيز دوه لوبغاړي هتمایر او لویس ژر وسوځېدل خو د سر لوبغاړي "هوپ" او څلورم لوبغاړي "چیس" یې د څه باندې ۱۵۰ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان ته یې ماتې ورکړه. چیس ۹۴ منډې وکړې او هوپ ۷۷ منډې وکړې.

مجیب الرحمن دوه او نوین الحق یو- یو کس وسوځول. دا د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه وه. دویمه لوبه یې د شنبې په ورځ(نومبر۹) په همدغه میدان کې ده.