د افغانستان د حج او وقافو وزارت او د علماو سرتاسري شورا پر کابل پوهنتون برید ته په غبرګون کې وايي، په دغه هیواد کې هر ډول بریدونه حرام دي.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي نن چهارشنبه نومبر څلورمه (لړم ۱۴) خبریالانو ته وویل چې د نړۍ ګڼو اسلامي هیوادونو دیني علماو او اسلامي ټولنو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې ده.
نوموړي زیاته کړه: "پر دیني مرکزونو،جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو، پوهنتونونو، پر عام المنفعه تاسیساتو او موسساتو او په مجموع کې پر هر مسلمان فرد ملکي او نظامي، سیاسي او غیر سیاسي... په ټولو مرکزونو او په مجموع کې په دغه هیواد کې بریدونه حرام دي او هیڅ شریعي جواز نه لري."
هغه وویل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې د جګړې بهانه ختمه شوې ده.
پر همدې مهال د اسلامي نړۍ ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي هم د افغانانو ترمنځ جګړه ناروا بللې ده.
ښاغلي قرضاوي نن چهارشنبه په قطر کې د افغانستان د جمهوري ریاست مذاکره کوونکي ټېم له غړو سره لیدنه کې ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول اړخونه له انعطاف څخه کار واخلي:
هغه وویل: "اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده. د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي."
2/3... په جګړه د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې وکړې. شیخ یوسف القرضاوي وویل چې اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده. د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي.
— Peace Negotiation Team of the I.R. of Afghanistan (@PeaceIRAfg) November 4, 2020
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې وړمه ورځ پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
بلخوا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم د وسله والو جګړو زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.