افغان حکومت پر طالبانو او ملاتړو یې د فشار د هڅو هرکلی کوي

تراوسه وسله والو طالبانو د امریکا له خوا د دغې ډلې پر یو شمیر چارواکو د نوو بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د ټولو هغو هیوادونو له هڅو، چې افغان حکومت سره د سولې د ټینګیدو په برخه کې مرسته کوي هرکلی کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ سره په مرکه کې پرته له دې، چې د امریکا د مالیې وزارت له خوا د خپلو بندیزونو په لیست کې د نوو شامل شوو کسانو په اړه په تفضیل وغږیږي وویل، چې افغان حکومت پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د فشار له هڅو هرکلی کوي.

ښاغلي احمدي وویل " دې ته په پاملرنې، چې د سولې خبرې روانې دي، هر هیواد، چې افغانستان سره سولې ته د رسیدلو په برخه کې مرسته وکړي، مونږ ورڅخه طبیعتآ هرکلی کوو او پر طالبانو باندې فشار باید په یوه بڼه واچول شي، او مونږ پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د فشار راوړلو ملاتړ او هرکلی کوو".

د امریکا د مالیې وزارت تیره ورځ پنځه افغان، دوه ایرانیان او دوه پاکستاني وگړي د طالبانو سره د اړیکو په تور د نړیوالو ترهگرو په لیست کې شامل کړیدي.

د امریکا د مالیې وزارت له خوا په دغو اتو تنو کې ، چې د طالبانو سره د اړیکو تور پرې لګیدلی دوه ایرانیان هم شامل دي.

د امریکا د مالیې وزیر سټیو منچن په ایران د طالبانو د کمک تور لگولې دی.

ښاغلي منچن وویل"ایران طالبانو ته د ترهگرۍ اهدافو لپاره پوځي روزنې، مالې مرستې او وسلې ورکوي، دا د ایران په سیمې کې د ترهگرو د ملاتړ یو بل څرگند مثال دی. امریکا او متحدین به یې ایران ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې مداخله وکړي."

په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا بندیزونه به د امریکا سربیره د سعودي عربستان، بحرین، کویټ، د عمان سلطنت،قطر او متحده عربي اماراتو له خوا هم عملي شي.

په دغه لیست کې د طالبانو په پنځه چارواکو کې، چې بندیز پرې لګیدلی، د عبدلصمد فاروقي، محمد داود مزمل، ملا عبدالرحیم منان، ابراهیم صدر او حافظ مجید نومونه شامل دي.

طالبانو غبرګون

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې د دغې ډلې پر یو شمیر چارواکو د امریکا د مالیې وزارت نوي بندیزونه بې اهمیته بللي او ویلي دي، چې پر کومو طالب چارواکو، چې بندیزونه لګول شوي د هغوی یو هم د امریکا سره کومه سوداګریزه اړیکه نه لري، نو ځکه د طالبانو د دغه ویاند پر وینا دا بندیزونه به پر دغو کسانو کومه اغیز ونه کړي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې د امریکا دا اقدام غندلی او دا یې د خلکو د مشروع او منل شوو حقوقو څخه سرغړونه بللې ده.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي "که امریکایان له دې پرته په نورو لارو فکر کوي د راتلونکو بدو عواقبو مسئولیت به يې پرخپله غاړه وي".

طالبانو ویلي، چې د افغاسنتان د ستونزې د حل یواځنۍ لاره په تفاهم، تعقل او حقائقو منلو کې ده.