افغانستان کې له ۵ نه تر۶ لکه کونډې ثبت شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دوی د تېرې سروې له‌مخې په افغانستان کې له ۵ نه تر ۶ لکه کونډو مېرمنو شتون لاره.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې یاده سروې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر سره شوې وه چې کېداشي په دغه شمېر کې تغیر راغلی وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي د یکشنبې په ورځ د «چنګاښ پر ۲مه»امریکا غږ ته وویل، یاد وزارت په دې اړه پر یوې نوې سروې هم کار پيل کړی چې له نوو معلوماتو سره به وروسته اعلان شي.

افغان مېرمن

یاد وزارت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نن د «جون ۲۳مه»د کونډو مېرمنو نړیواله ورځ ده.

نوموړي زیاته کړه:"کومه سروې چې موږ په تېرو کلونو کې لرله،چې د دې سروې په اساس باندې ښودل کېږي چې موږ په افغانستان کې ټول ټال له پنځو نه تر شپږ سوه زره پوري کونډې ښځې ثبت کړي دي."

ښاغلي احمدزي وویل، په یادو کونډو کې هغه مېرمنې شاملې دي چې خپل مړونه یې په جنګ جګړو، چاودنو او د تاوتریخوالي د نورو پېښو ترڅنګ په طبیعي مرګ له لاسه ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم افغان حکومت تر دا مهاله له یادو کونډو مېرمنو سره په بېلابېلو برخو کې مادي او معنیوي مرستې کړي، خو زیاتوي چې لا هم ګڼ شمېر کونډې مېرمنې له دغو مرستو څخه محرومې دي.

افغان مېرمن

حج ته لېږل، په هېواد او بهر کې د زده کړو امکانات برابرول، کار پیدا کول او د حرفوي او فني زده کړو زمینه برابرول ښاغلي احمدزي د افغان حکومت لخوا له کونډو مېرمنو سره د حکومت لخوا د شوو مرستو بېلګې یادې کړې.

هغه وویل، افغان حکومت هڅه کوي ټولې کونډې مېرمنې په دغو پروګرامونو کې شاملي کړي.