د روغتیا نړیوال کلسټر چې د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون څو نړیوال بنسټونه په کې غړیتوب لري په یو راپور کې په افغانستان کې د روغتیا له پلوه د خلکو په احتمالي اغیزمن کیدو باندې اندیښنه ښودلې ده.
ددغه کلسټر راپور چې د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۲۲ ( زمري اول) خپور شوی په کې ویل شوي چې افغانستان د پام روغتیايي ننګونو سره لاس او ګریوان دی چې د روغتیايي مراقبتونو د کمزوري سیستم د شتون او روغتیايي خدمتونو ته د نابرابرې لاس رسۍ په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو له امله ورسره مخ دی.
ددې راپور له مخې دا ګواښونه تر ډیره د انتقالاتو، روغتیايي مراقبتونو په برخه کې د متخصصانو کمبود او روغتیايي خدمتونو او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاس رسي له امله رامخې ته شوي دي.
دغه کلسټر ویلي:" په ۲۰۲۴ کال کې د روغتیا کلسټر د روغتیا له پلوه د خلکو زیانمن کیدلو وړاندوینه د ستنیدونکو کډوالو د بهیر د چټکیدو، احتمالي زلزلو او سیلابونو د راوتلو پر اساس کړې ده. دا بیړنۍ اړتیا پراخو روغتیايي زیربناو او اړینو روغتیايي خدمتونو په ځانګړي ډول د ناروغیو د خپریدو او پر وړاندې یې څارنه او د تروما څخه څارنې اړتیا لا ځانګړې کوي ".
د ۲۰۲۴ کال د ملګرو ملتونو د بشردوستانه ځواب ویلو د پروګرام پر اساس په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه کسان بشردوستانه روغتیايي خذمتونو ته اړتیا لري. خو د روغتیا نړیوال کلسټر ویلي چې ددغه شمیر ۱۲.۸ میلیونه کسان د خدمتونو د پوښښ لاندې نیول شوي او۵.۱ میلیون نور د روغتیايي مرستو ترلاسه کولو څخه محروم پاتې دي.
په دې راپور کې ویل شوي:" بشردوستانه روغتیايي مرستو ته د اړو ۱۷.۹ میلیونو کسانو له ډلې ۵۲ فیصده یې ماشومان دي. ۴۶ فیصده یې عمرخوړلي کسان او دوه فیصده یې د جګ عمر کسان دي. مرستو ته د اړو کسانو له مجموعي ډلې اته فیصده یې د سخت معلولیت سره مخ کسان دي".
ددې سربیره د روغتیا نړیوال کلستر ویلي چې د ساري ناروغیو خپریدل، د مور او ماشوم د روغتیا اړوند مسایل، سوتغذیه او ساري ناروغۍ د مړینې په کچه کې د پام وړ ونډه لري.
همداشان د روغتیا نړیوال کلسترد اسهال، شري، د ډینګۍ وینه بهوونکې تبه، کرونا، توره ټوخلې او ملاریا په هغو ناروغیو کې ښودلې چې په افغانستان کې د خپریدو او پراخیدو احتمال لیدل کیږي.
همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې پر چادودیدونکو توکو د ځمکې د ککړتیا له امله تروما، چاودنې، او په لویو لارو ترافیکي پیښې هم په افغانستان کې شتون لري.
ددغه راپور له مخې ۱۲.۸ میلیونو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د روغتیا په سکټور کې ۳۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې ددغې بودیجې د جون ترمیاشتې یوازې ۷۸.۵ میلیونه یې برابره شوې ده، چې د مجموعي بودیجې ۲۱.۴ فیصده جوړوي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د فراه، هلمند، جوزجان، نورستان، پکتیکا، پکتیا او زابل په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اړتیاوې په بحراني حالت کې او په ۲۷ ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو ته اړتیاوې د شدید حالت په توګه پیژندل شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د بودیجې د کمښت سره سره د روغتیا په برخه کې ۴۶ بنسټونه شاوخوا ۵۹۰ زرو افغانانو ته د ۷۶۳ مرکزونو له لارې د ۳۴ ولایتونو په ۲۸۷ ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه چمتو کوي.