د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې کار پیل کړ

چارواکي واکي دا مهال ۸۵۰ سوداګرې او متشبثې په افغانستان کې فعالې دي

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲) په رسمي توګه په کابل کې پرانیستل شوه.

د ولسمشر غني میرمنې بي بي ګل رولا غني د دغې خونې پرانیستل د افغان پانګوالو او سوداګرو ښځو لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله.

میرمن غني وویل "هر کله چې به یو بهرني راته ویل چې افغانستان د نجونو لپاره تر ټولو بد هیواد دی نو زه به پرې ډیره غوصه کیدمه ځکه دا سمه خبر نده. سمه ده چې ستونزې او خنډونه ډیر لرو خو په کراره کولې شو چې خپل وضعیت ښه کړو".

یوه افغانه متشبثه او پانګواله پرورش اوریا خیل وايي هیله لري چې د ښځو صنایعو او تولیداتو ته بازار موندنه وشي.

هغې وویل "ښځې په ګرانه خپلو کورو نه وځي، ښځي دي چې خپلو کورو نه کار کوي هغوې د داسې ځای ته راشي او له ډیرو فرصتونو څخه د ګټه واخلي".

د دغې خونې مشره منیژه وافق وایي اوسمهال د ټول افغانستان په ګډون له دوې سره ۸۵۰ سوداګرې او متشبثې ښځې فعالیت لري او په مختلفو برخو کې یې ۶۷ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.

هغې وویل "زموږ معلومات ښیي چې له نیکه مرغه ۸۵۰ سوداګرې ښځې له موږ سره شته چې څه باندې ۴۵۰۰۰ بېلابېلې کارې زمینې یې برابرې کړي دي".

د افغان حکومت وايي په ټول افغانستان کې د کار ۲۹ فیصده ځواک ښځې جوړوي چې ۶۶ فیصده یې د کرنې او ۲۴ فیصده یې د صنعت په برخو بوختې دي.