د ښځو د فوټبال غړو د جنسي ځورونې د تحقیق نتیجه ژر اعلانیږي- رسولي

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې ځینې غړې ادعا لري چې له هغوی سره جنسي زور زیات شوی

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د نجونو د فوټبال په ملي لوبډله کې د نجونو د جنسي او فزیکي ځورونې د ادعاو څېړنه تر یو حده تکمیل شوې ده او ژر تر ژره به یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د یکشنې پر ورځ( غویي ۲۹) خبریالانو ته وویل، چې د فوټبال په ملي لوبډله کې د نجونو د جنسي او فزیکي ځورونې د ادعا څیړلو لپاره، چې کوم هیئت اروپا ته تللی وه، له "ښو لاسته راوړنو سره" هیواد ته ستون شوی دی.

ښاغلي رسولي زیاته کړه:"څو مورده، چې په اروپایي هیوادونو کې تازه دغه هیئت موندلي دي او ادعا وجود لري، اجابوي، چې د قضیو له متهمینو او هغو کسانو سره چې په دغه قضیه کې دخیل دي یو ځل بیاشریک شي او په دغه برخه کې خپل اعتراضونه ولري، په دغه برخه کې به ډیر ژر لویه څارنوالي خپل وروستي تصامیم ونیسي".

د لویې څارنوالي ویاند ټینګار وکړ، چې څیړنې" تر یو حده تکمیل دي" او پایلې به یې ډیر ژر په یو کنفرانس کې اعلان شي.

شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر نجونو له ګارډېن ورځپاڼې سره مرکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر مشر کرام الدین کریم د جنسي او فزیکي ځورونې ادعا کړې وه چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

د دغې قضیې د هر اړخیزو څیړنو لپاره افغان حکومت میاشتې وړاندې یو پلاوی اروپا ته ولېږه او څیړنې یې پیل کړې.

د یاد خبر تر خپرېدو وروسته ولسمشر غني لوی څارنوالۍ ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ څو میاشتې مخکې تر خپلو لومړنیو څېړنو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم په ګډون د دغه فدراسیون څلور نور غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.