میجر لیګ؛ افغانان هیله لري راشد خان او نور ستوري به یې امریکا کې کرکټ ته وده ورکوي

راشد خان په آی پي ال کې

د میجر لیګ کرکټ لوبې تېره اوونۍ د امریکا د تکزاس په ایالت کې پیل شوې چې وروستۍ لوبه به یې د روانې جولاۍ میاشتې په وروستۍ نېټه وي. د لیګ تنظیموونکي وایي چې د لیګ لوی هدف په متحدو ایالتونو کې د کرکټ وده او پرمختګ دی.

د نړۍ د نورو هېوادونو د لوبغاړو ترڅنګ، دوه افغان لوبغاړي راشد خان او قیس احمد هم په دغه لیګ کې لوبېږي. راشد خان امریکا غږ ته وویل چې دا لیګ او ‌په لیګ کې د افغان او نورو نړیوالو لوبغاړو لوبېدل به په امریکا کې د کرکټ په ودې او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

راشد خان د افغانستان د کرکټ مشهور ستوری دی چې تر دې دمه د نړۍ د کرکټ په هر لیګ کې لوبېدلی دی. دی په میجر لیګ کرکټ کې د ممبۍ اندينز نیویارک په لوبډلې کې لوبېږي.

د یکشنبې د ورځې په لوبې کې د راشد خان لوبډلې واشنګټن فریډم لوبډلې ته ماتې ورکړه. د شمالي کارولینا د موریسویل د کرکټ میدان کې دې لوبې ته د یو شمېر افغانانو په ګډون زرګونه نندارچیان راغلي وو.

یو افغان مینه وال سلطان شباب امریکا غږ ته وویل چې څو ساعتونه یې سفر کړی چې راشد خان وګوري او د راشد خان لوبډله وهڅوي.

هغه وویل: «راشد خان د افغانستان یو نړیوال ستوری دی، هغه چې په دې لیګ کې لوبېږي، د افغانستان نوم اوچتېږي، دا زموږ لپاره غټه لاس ته راوړنه ده.»

بل افغان مینه وال اکبر اورګوني وویل چې خوشحال دی په امریکا کې سلګونه افغانان د راشد خان د تشویق لپاره راغلي دي. هغه وویل: «وطن مو ډېر خراب دی، بله خوشحالي نشته، همدا خوشحالي ده. دوی چې ګورو خوشحالېږو.»

په افغان مینه والو سربېره د هند، پاکستان، سري لانکا او ځینو نورو هېوادونو مینه وال هم دغو لوبو ته راغلي وو.

د شرایا په نوم یوې مینه والي امریکا غږ ته وویل: «د نیوجرسي له ایالت څخه راغلې یم چې د راشد خان لوبډله او راشد خان تشویق کړم. راشد خان سره مینه لرم، ځکه چې راشد خان لوی لوبغاړی دی.»

د راشد خان یو بل مینه وال اش چې د میدان په یو څنډې کې ولاړ و چې د راشد خان لاسلیک واخلي، خوشحال و چې راشد خان یې په امریکا کې د کرکټ په میدان کې ولیده.

هغه وویل: «زه دلته د راشد خان لپاره راغلی یم، هندیان له دغه هلک سره مینه لري. زه راغلی یم چې یو تصویر ورسره واخلم، دی یو فوق العاده لوبغاړی دی.»

راشد خان د هند په لوی تجارتي لیګ کې د ګجرات لوبډلې سره لوبېږي او هلته هم ډېر مینه وال لري.

یو شمېر افغان مینه والو د شمالي کارولینا د موریسویل د کرکټ میدان ته د افغانستان ملي بیرغونه هم له ځان سره لېږدول او ویل یې چې په دې سره په مسافرۍ کې د وطن یاد تازه کوي.

د متحدو ایالتونو میجر لیګ کرکټ په لومړي ځل په امریکا کې پیل شوی، او لوی هدف یې په دغه هېواد کې د کرکټ‌ وده او پرمختګ ښودل شوی دی.