ټویټر کې کمپاین: د طالبانو حسابونه وتړئ؛ طالب پلویان: دا مو د نرم دریځ نتیجه ده

د ټویټر کاروونکي

له هغه وروسته،‌ چې د میتا ادارې په فیسبوک او انستاګرام کې د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون او باختر اژانس پاڼې وتړلې، یو شمېر افغانان د ټویټر له شبکې څخه غواړي چې ورته اقدام وکړي، خو د طالبانو پلویان دا «تبلیغات» او د بیان او رسنیو د ازادۍ خلاف بولي.

په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فیسبوک کې یو شمېر افغانانو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱ (چنګاښ۳۰) یو کمپاین پیل کړی او د ټویټر له شبکې څخه د طالبانو د حسابونو د بندولو غوښتنه کوي.

دغو افغانانو په انګلیسي کې د « #BanTaliban» په نامه یو هشټګ جوړ کړی دی چې د دغه راپور تر لیکلو پورې لسګونه زره خلکو په خپلو ټویټونو کې کارولی او د ټویټر له شبکې څخه یې غوښتي دي‌ چې د طالبانو حسابونه وتړي.

د دغه هشټګ اکثریت کاروونکي د طالبانو د حکومت د تګلارو «خلاف بلل» کېږي چې د مخکني‌ حکومت د چارواکو،‌ د بشري حقونو،‌ رسنیو او‌ مدني ټولنو د استازو په ګډون یو شمېر عادي افغانان هم په کې شامل دي. دوی تر ډېره له افغانستان څخه د باندې دي.

هدیه ابراهیم خېل، چې ځان په ټویټر کې د ښځو د حقونو مدافع ګڼي، هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې ده. هغه په انګلیسي‌ ژبه لیکلي دي:‌ « زما نوم هدیه ده او زه د افغانستان یم. زموږ په پوهنتون باندې د طالبانو له برید څخه روغه وتلې یم. زه له ټویټر څخه غواړم چې د طالبانو حسابونه وتړي.»

د هدیه ابراهیم خېل ټویټء

هدیې نه دي لیکلي‌ چې کله یې طالبانو په پوهنتون برید کړی و،‌ خو طالبانو څو کاله مخکې دکابل په پوهنتون او په افغانستان کې په امریکايي پوهنتون باندې بریدونه کړي وو او یو شمېر محصلین او ښوونکي یې وژلي او ژوبل کړي وو.

ځینو نورو فعالانو د همدغه کمپاین په پلمه طالبان غندلي دي‌ چې ولې تر شپږم ټولکي ورپورته د نجونو ښوونځي یې تړلي او په سیاسي،‌ اقتصادي،‌ ټولنیزو او نورو برخو کې یې د ښځو فعالیت بند کړی.

موسی ظفر، د ټویټر بل افغان کاروونکي‌ لیکلی ‌دي: «طالبان بند کړئ ځکه چې هغوی نجوني ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي. د طالبانو حسابونه وتړئ، ځکه چې هغوی د ښځو چارو وزارت تړلی دی.»

د موسی ظفر ټویټر

د طالبانو حکومت تر «امر ثاني» پورې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي‌ تړلي‌ او د ښځو وزارت یې د «امر بالمعروف او نهي‌ عن المنکر » په وزارت بدل کړی دي.

داسې ښکاري چې په افغانانو سربېره ځینو غیر افغانانو هم د طالبانو په ضد دغه کمپاین کې برخه اخیستې ده، سره له دې چې دا ستونزمنه ده معلومه شي‌ چې دوی رښتیا هم غیر افغانان دي‌ یا نه.

د جسیکا کرونر په نامه د ټویټر یوه کاروونکې،‌ چې ځان د بشري‌ حقونه فعاله بولي، په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي: «زما نوم جسیکا دی او زه د جرمني یم. زه له ټویټر څخه غواړم چې طالبان بند کړي.»

د جسیکا ټویټر

د طالبانو یو شمېر پلویانو او مقاماتو بیا په ټولنیزو رسنیو کې دا کمپاین غندلی دی او له خپلو خواخوږیو څخه یې غوښتي دي چې د دغه کمپاین په مخنیوي ‌کې برخه واخلي.

«جنرال مبین»، چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو فعال بلل کېږي او د طالبانو د حکومت د کابل د پولیسو مخکنی چارواکی دی، دغه کمپاین ته په اشارې لیکلي دي چې دا د طالبانو د حکومت د نرم دریځ نتیجه ده.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي: « د ااا [افغانستان اسلامي‌ امارت]خلاف په ټولنیزو رسنیو کی سخت تبیغات [تبلیغات] روان دی دغه خلک زمونږ له نرم دریز نه غلته ګټه اخلی ګوری سګشویانو داځل به بیا دتیارو لکی هم نه وی شرم اوکړی تاسو باید وژل شوی وای داچی ااا درته عفوه کړی نو هغه زکه چی تاسو نور مظلومان وی.»

د جنرال مبین ټویټ

ده په خپل ټویټ کې دا کمپاین کوونکي «سپي وینځونکي» یاد کړي دي. یو شمېر طالب پلوي د افغانستان څخه د باندې خپلو مېشتو منتقدینو ته ډېره کله دا «اصطلاح» کاروي،‌ دوی انګېرنه دا ده چې ګنې دا خلک په بهر کې سپي وینځي او له دې لارې ګټه وټه او ژوند کوي

د ابو شبل په نامه د طالبانو د ټولنیزو رسنیو بل فعال دغه کمپاین ته په کتو په خپل ټویټ کې د طالبانو یو مشر سهیل شاهین ټګ کړی دی او لیکلي‌ دي: «په رسنیو کې په موږ بندېزونه لا نور موږ متو جې کوي چې د خپل نظام د بسیا کېدو لپاره شپه او ورځ کار وکړو، د انډیوال او قریب په ځای مسلکي او په کارونو پوه خلك راولو. »

معلوم نه دی چې ابو شبل د دغه ټویټر کاروونکي اصلي نوم دی که نه. دا ډول نومونه په عربانو کې مشهور دي، خو ځینې افغانان یې لري.

د ابو شبل ټویټ

په ټویټر کې د طالبانو د حسابونو د بندولو دا کمپاین له هغه وروسته پیل شو چې د میتا ادارې، چې فیسبوک او انستاګرام یې برخې دي، د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون او باختر اژانس پاڼې وتړلې. دغې ادارې امریکا غږ ته په یو استول شوي پیغام کې وویل: «د متحدو ایالتونو د قانون په اساس طالبان د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي او زموږ د خطرناکو سازمانونو د پالیسۍ په اساس زموږ د خدماتو له کارولو بند دي. دا په دې مانا ده چې موږ د طالبانو او د هغوی په نمایندګۍ حسابونه ختموو او د هغوی استازیتوب، ملاتړ او ستاینې بندو.»

د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون مشر احمدالله وثیق په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ملی راډیو تلویزون «د ټولنيزو شبکو تړل او محدودول د ټولو رسنيزو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل دی».

یو شمېر افغانانو د میتا ادارې دا پرېکړه ستایلې ده خو طالبانو او د طالبانو پلویانو غندلی او ځینو یې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي‌ دي «په افغانستان کې د فیسبوک شبکه» وتړي.