په افغانستان کې د کرکټ میلیون لیګ سیالۍ

د میلیون لیګ سیالۍ د اپریل په ۲۱ پیلیږي.

اوس کرکټ په افغانستان کې په یو تجارت بدل شوی دی. د نورو سیالیو ترڅنګ ټاکل شوې چې په کابل کې په همدغې میاشت کې د میلیون لیګ په نامه سیالي پیل شي.

د میلیون لیګ سیالیو تنظیموونکي وايي چې دا لوبې د اپریل په ۲۱ پیلیږي او د شاخوا یوې اونۍ لپاره وي. د سیالیو ګټونکې لوبډلې ته "یو ملیونه افغانۍ جایزه" ورکول کیږي.

پنځه لوبډلې په کې برخه لري او د زونونو په کچه وېشل شوي دي. د میلیون لیګ سیالیو مشر زراب شاه ظهیر امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبیږي او ټولې لوبې به یې په یو سیمه ییز تلویزون خپریږي.

ښاغلي زهیر وویل چې د دغو لوبو هدف د کرکټ وده او افغانانو ته د تفریح د زمینې برابرول دي. میلیونه لیګ له څو کلونو راهېسې پیل شوی او په کال کې یو وارې په کابل کې کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

له زراب شاه زهیر سره د جعفر هاند مرکه واورئ