د معلولینو پر حال د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون اندېښنه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو تازه راپور ښيي چې اکثره معلولیت لرونکي افغانان خپلو لومړنیو بشري حقونو ته لاسرسی نه لري.

د دغه کمېسیون یوې کمېشنرې بنفشې یعقوبي د یکشنبې په ورځ (فبروري۹) د راپور د نشرولو پر مهال وویل، په افغانستان کې معلولیت لرونکي وګړي له مختلفو جدي ستونزو سره مخامخ دي: "اکثره معلولیت لرونکي افغانان د روغتیا، زده‌کړو او کار په څیر خپلو اساسي بشري حقونو ته کافي او بشپړ لاسرسی نه لري."

میرمن یعقوبي زیاته کړه : "د افغانستان د معلولیت/معلولینو ټولنه، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او معلولیت لرونکي وګړي له حکومت، ټولنې او ټولو څخه د قوانینو او د هغو کنوانسیونونو تطبیق چې افغانستان یې غړی دی، موږ غواړو چې دا قوانین تطبیق شي، تر څو موږ په مختلفو برخو کې په بشپړ ډول د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو د حل شاهدان واوسو."

د افغانستان دولت د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو د تامینولو لپاره د معلولینو د حقونو او امتیازونو قانون جوړ کړی او دغه راز په ۲۰۱۲ کال کې د معلولیت لرونکو د حقونو له کنوانسیون او د مراکش له میثاق سره هم یو ځای شوی دی.

خو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون راپور، چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د نږدې ۹۸۰ معلولیت لرونکو وګړو سره د مخامخ خبرو له لارې ترتیب شوی ښيي، چې له دې شمېرې اکثره معلولیت لرونکي افغانان روغتیايي خدماتو ته بشپړ لاسرسی نه لري، یواځې ۹۹ تنو یې ویلي چې زده‌کړې کوي او ۲۰۹ تنو ویلي چې په خصوصي سکتور او دولتي ادارو کې دندې لري.

په راپور کې دغه راز راغلي، چې له دې شمېرې ۵۶۹ معلولیت لرونکي افغانان خپل کلني امتیازات له حکومت څخه ترلاسه کوي او پاتې معلولین له دغو امتیازونو څخه محروم دي.

حُسین احمدي چې یوه پښه یې پرې شوې وایي: "حکومت مکلفیتونه لري، باید خپل مکلفیتونه ادا کړي او د کار، زده‌کړې او روغتیا په برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو اړتیاو ته پاملرنه وکړي".

د شهیدانو او معلولیت لرونکو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې د معلولیت لرونکو وګړو د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره یې تګلارې جوړې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند ضیاالحق فضلي امریکا غږ ته وویل: "موږ هڅه کوو، چې د شهیدانو وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو ته پوره رسیده‌ګي وکړو. د قانون د تعدیل طرح عدلیې وزارت ته لېږل شوې، چې له مخې به یې نه یواځې دا چې موږ جنګي معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته رسیده‌ګي وکړو، بلکې طبیعي معلولینو ته به هم رسیدګي وکړو".

د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۰۵ کال کې د هندیکپ نړېوالې موسسې له خوا شوې د افغانستان د نفوس ۲.۷ وګړي معلولیت لري، خو د شاوخوا ۱۴ کلونو له تېرېدو وروسته، د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو په چارو کې د دولت وزارت تازه شمېرې ښيي، چې په دغه هیواد کې د معلولیت لرونکو وګړو شمېر۹۰۰زرو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې افغان حکومت په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت ښه‌والي په برخه کې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي، خو کافي نه دي او حکومت باید د معلولیت لرونکو وګړو د پیاوړتیا لپاره تر ډېره د جامع ښوونیزو برنامو عملي کولو ته پاملرنه وکړي.