طالبانو په هلمند او کندهار د کجکي بریښنا قطع کړې

د هلمند مدني فعالان

په لښکرګاه ښار کې یو شمیر مدني فعالان او ښاریان راټول شوي وو او د حکومت او طالبانو نه یې غوښتل چې د هلمند او کندهار بریښنا دې د خپلو اهدافو دپاره نه کاروي.

دوی د جګړې پر دواړو غاړو د اعتراض په ډول ویل چې د برېښنا په قطع کولو سره عام ولس ته زیان رسیږی.

دغو فعالانو په هلمند کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د کجکي د بریښنا پر سر د ستونزې د ژر هوارولو غوښتنه وکړه.

مدني فعال عبدالحق ځواکمن امریکا غږ ته وویل: "هم جګړه او هم عام المنفعه ځایونو په وړاندې خنډونهعام ولس له ستونزو سره مخامخ کوي". هغه زیاتوي چې که دغه ستونزه حل نشي نورو مدني حرکتونو ته به مخه کړي.

د هلمند مدني فعالان او ښاریان د حکومت او طالبانو نه د بریښنا د ستونزې حل غواړي

یو معترض حاجي زمري امریکا غږ ته وویل: "په کورونو کې د اوبو د نه شتون له ستونزې سره لاس او گریوان یو او له دواړو غاړو غواړو چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي".

د هلمند د برېښنا مسؤلین وایي د کجکي فابریکه او زمینداور سب سټیشن سیمو مواصلاتي لارې د حکومت او طالبانو له لورې تړل شوي دي چې د بریښنا کار کوونکي نشي کولای د بریښنا ستیشنونو ته ځان ورسوي.

د برېښنا شرکت رئیس وحیدالله علیزي امریکا غږ ته وویل: "د برېښنا دغو ستېشنونو ته د تګ راتګ لار باندې طالبانو بندیز لګولی او د هغوی لخوا پر ځانګړې شوې لار بیا د حکومت له لورې اجازه نه ورکول کیږي".

علیزي وویل چې "موږ له حکومتي چارواکو او طالبانو سره په اړیکه کې یو تر څو ستونزه حل کړو خو لا هم معلومه نده چې څه وخت به برېښناوصل شي."

د تیرو لسو ورځو راپدېخوا د هلمند او کندهار برېښنا ددې ستونزې له امله قطعه شوې.

د کجکي یرېښنا فابریکې څخه د هلمند او کندهار ښارونو ۹۷۰۰۰ کورنۍ ګټه اخلي