پاکستانۍ ښځې افغانو ښځو ته: د سولې لپاره لاس په کار شئ

افغان او پاکستانۍ میرمنې د دې کنفرانس له لارې به د خپلو هیوادونو حکومتونو ته یو لړ وړاندیزونه هم ولري.

د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د بنسټونو تر لسو زیاتې فعالې ښځې د یکشنبې په ورځ [مې یوویشتمه] کابل ته تللې وې او هلته یې د سولې په تړاوو په یوه کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان په ښځو او میرمنو غږ وکړ، چې د جګړې له منځه وړلو او سولې راوستلو لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان د ښځو چاو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ کابل ته د راغلي پاکستاني ښځینه پلاوي راتګ په سیمه کې د سولې او امن لپاره ګټور ګام بولي.

دغو پاکستانۍ میرمنو له افغان مدني فعالو ښځو سره یوځای د افغانستان او پاکستان په حکومتونو او وسله والو ډلګیو غږ وکړ، چې جګړه دې پرېږدي او په دواړو ملکونو کې دې د امن راوستلو او ثبات لپاره کار وکړي.

له پاکستان د راغلو ښځو په استازیتوب ګلالۍ اسماعیل نن کابل کې په دې اړه جوړ شوي څلور ورځني سمینار ته وویل، د دواړو هېوادونو د ښځو درد یو دی او دوی کولای شي د سولې لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

مېرمن اسماعیل زیاته کړه"موږ غواړو سیمه کې د امنیت سره یوځای شو، ځکه د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی، دا امن هغه وخت راتلی شي چې د دواړو هېوادونو ښځې د امنیت د ټینګښت لپاره لاسونه سره ورکړي."

خو د ښځو چارو وزارت په دې برخه کې یوازې غونډې کافي نه‌بولي، بلکې د خبرو تر څنګ د عملي کارونو هیله هم لري

د پاکستاني میرمنو دا پلاوی چې په کابل کې د سولې او ډیموکراسۍ د یووالي د مؤسسې له خوا بلل شوی وو وویل چې ښځې کولی شي حکومتونه سولې ته اړ کړي.

د پاکستان د عوامي نشنل پارټۍ غړې او د بشري حقونو فعالې جمیله ګیلاني وویل "د دې ډول پروگرامونو له لارې ښځې په دې باندې پوه کیږي چې په جنگ څومره نقصان وي. او په دې باندې سوچ وکړي او هغه سوچ مخکې ولاړ شي او سیاسي کوشش وشي. د سیاسي کوشش به غیر هم دا کار ممکن ندی."

د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي چې په دې غونډه کې برخه اخیستې وه وویل چې دا ډول غونډې د سولې په برخې کې اغیزمنې دی او زیاته کړه چې په روانه جګړه کې هم په پاکستان او هم په افغانستان کې یوازې ښځې قرباني دي.

د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د میرمنو دا کنفرانس چې دوه ورځې نور به هم دوام وکړي، د سولې په تړاوو د بحثونو له لارې به د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته یو لړ وړاندیزونه هم ولري.