قزاقستان کې د نیول شویو کسانو خپلوان د خپلو عزیزانو د ازادیدو په تمه دي

د قزاقستان پولیسو تیره اوونۍ په دغه هیواد کې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال کابو ۱۲ زره کسان نیولي دي.

ددغو نیول شویو کسانو یو شمیر ملګري او خپلوان د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) د یوه زندان مخ ته په راټولیدو د خپلو عزیزانو د برخلیک د معلومیدو په تمه وو.

یو شمیر کسان حتی سړو خونو ته ولاړل څو وویني چې آیا عزیزان یې د وژل شویو په ډله کې شته که نه.

د بشري حقونو د فعالینو په وینا، چارواکو د نیول شویو خپلوانو او مدافع وکیلانو ته په بند کې د شته کسانو د لیدلو اجازه نده ورکړې او د هغوی په اړه یې ډیر لږ معلومات ورکړي دي.

مظاهرې د جنوري په دویمه نیټه د قزاقستان په غربي برخه کې د نفتي موادو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې پیل شوې او ډیر ژر ټول هیواد ته وغځیدې. باورونه داسې دي چې دغو مظاهرو له حکومت څخه د نارضیاتي ښکارندويي کوله.

حکومت د مظاهرو له پراخیدو وروسته بیړنۍ حالت اعلان کړ او د نظم د راوستلو په هدف یې د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت تړون له سازمان څخه د عسکرو د ځای پرځای کیدو غوښتنه وکړه.

اسوشیټډ پرس خبر ورکړی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په الماټا ښار کې چې د تاوتریخوالو له امله ډیر زیانمن شوی، ۱۶۷۸ کسان نیول شوي او ۳۰۰ جنایي دوسیې پرانیستل شوي دي.

که څه هم د قزاقستان په تاوتریخوالو کې د وژل شویو رسمي شمیر ۱۶۴ اعلان شوی خو د هغه هیواد جمهور رئیس قاسم جومارت توقایوف ویلي دي چې په سلګونه ملکي کسان او امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.

له څو ورځو نارامیو وروسته اوس د قزاقستان په الماټا ښار کې حالت نورمال شوی دی.

د شاوخوا یوې اوونۍ مظاهرو په جریان کې موترونه او دولتي ودانۍ وسوځول شوې، هوایي ډګر ونیول شو او وسله والې نښتې وشوې. خو تاوتریخوالې تر ډیره د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځو پای ته ورسیدل.

د راپورونو له مخې، په هغه هیواد کې عامه ټرانسپورت خپل کار بیرته پیل کړی او مغازې پرانیستل شوي دي خو یوازې په یو شمیر سیمو کې سړکونه د نظامي پرسونل له خوا بند دي.

د هغه هیواد چارواکو د انرژۍ په دغه شتمن هیواد کې چې ۱۹ میلیونه نفوس لري د نفتي موادو د بیې د لوړیدو له امله پر حکومت د خلکو د غصې د کمیدو هڅه کړېده.

کابینې استعفا ورکړه او د هغه هیواد پخواني رهبر نور سلطان نظر بایوف د ملي ‌امنیت د شورا له مشري څخه ګوښه کړای شو.

نظربایوف په قدرت کې د کابو دریو لسیزو له پاتې کیدو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د جمهور رئیس په توګه له خپل مقام څخه ګوښه شو خو په امنیتي ځواکونو کې یې خپل نفوذ ساتلی وو.

د قزاقستان جمهور رئیس د تاوتریخوالو په زیاتیدو سره د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت د تړون له سازمان څخه چې د پخواني شوروي اتحاد شپږ هیوادونه یې غړیتوب لري د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه سازمان قزاقستان ته څه باندې ۲۰۰۰ سرتیري واستل. په هغه هیواد کې د حالت تر کنټرول وروسته توقایوف وویل چې یادو سرتیرو د وتلو پروسه به د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو پیل شي.