تورخم لار د مسافرو تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

دا لاره د تیرې یکشنبې د شپې د جکړو وروسته د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

د تورخم لاره د تېرو شپږو ورځو بندېدو وروسته نن سهار اته بجې بېرته خلاصه شوه او هغو مسافرو ته دتګ راتګ اجازه ورکول شوه چې پر پاسپورتونو یې ویزې لګېدلي وي.

د تورخم کمیسار قسیم شینواري امریکا غږ ته وویل، چې دغه لاره تېره ورځ په تورخم کې د افغان او پاکستانیو سرحدي چارواکو ترمنځ د خبرو په پایله کې خلاصه شوې ده.

قسیم شینواري وویل، چې په تورخم کې د خلکو ‌‌‌‌‌‌ډېره ګڼه ګوڼه نشته دی، خو خلک په اسانۍ سره تګ راتګ کولی شي.

په تورخم کې مېشت یو ځايي اوسېدونکی جاوید وایي چې لاره خلاصه شوې خو بیخي کم خلک تګ راتګ کوي.

هغه وویل، د تورخم بازار لاهم بند دی او یوازې سرحدي پولیس او په کم شمېر مسافر په کې لیدل کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې دغه لاره د ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماتیکو خبرو په پایله کې خلاصه شوې او ټرانیټي مالونو وړو راوړو ته هم اجازه ورکړل شوې ده.

هغه وایي د پاکستان لخوا په جوړېدونکې دروازې کار اوس مهال بند شوې دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحد وروسته له هغې وتړل شو چې افغان ځواکونو دغلته د پاکستان لخوا د جوړېدونکې دروازې دکار مخالف وکړ او د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه سره په جګړه واوښتل.

د څلورو ورځو وقفه یي جګړې په ترڅ کې درې افغان پوله ساتي ځواکونه ووژل شول او درویشت نور زخمیان شوي دي.

همداشان پاکستان هم منلې چې د تورخم په نښتو کې ددغه هیواد یو پوځي افسر وژل شوی او یولس نور کسان ټپیان شوي چې پوځي کارکوونکي هم په کې شامل دي.

د تورخم سرحد په داسې حال کې پرانیستل شوی چې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی ډیر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ ته وویل اسلام اباد ته د ښاغلي حکمت کرزي د سفر پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د پنجشنبې په ورځ په نړیوالو او ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته د پاکستان څخه د لیدني رسمي بلنه ورکړه.

تراوسه لا اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین سفر لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې، خو ښاغلي غورځنګ وویل، ډیر ژر به هغه اسلام اباد ته لاړشي.