نور: هیڅوک مې ګوښه کولی نه شي یوازې په تفاهم کار پریږدم

د بلخ پخواني والي وايي چې دې یوازې د جمعیت اسلامي ګوند سره د افغان حکومت د تفاهم په پایله کې د ولایت څوکۍ پریښودو ته تیار دی.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور له دوو اونیو وروسته نن د شنبې په ورځ په مزارشریف کې ولایت دفتر ته ستون شو او یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې له دې پس به ډیر وخت د بلخ ولایت په دفتر کې تیر کړي.

د بلخ پخواني والي وویل، که افغان حکومت د جمعیت اسلامي ګوند سره د ده د استعفی په سر په راپورته شوي جنجال موافقې ته ونه رسیږي، دې به د ملي یووالي د حکومت ترپای پورې د بلخ د والي په توګه کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي نور وویل " هیڅ مقام ما له کارڅخه ګوښه کولی نه شي، خو په تفاهم، چې جمعیت ته مې صلاحیت ورکړی چې د هغې لارې مونږ خپل حق ترلاسه کړو او هغه هم چې زه له کار څخه لاس واخلم، خپل کاندید نوم مې له وړاندې هم ورکړی وو، چې څوک باید د امنیه قوماندان او والي په توګه وټاکل شي ".

د بلخ پخواني والي وویل، د جمعیت وړاندیز چې د وزیرانو او سفیرانو ټاکل په کې شامل دي په اړه یې بیا وروسته هم خبرې کیدلی شي.

دوه اونۍ وړاندې د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د بلخ د پخواني والي د استعفی د منلو په اړه د جمهوري ریاست له خوا د اعلان د خپریدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي نور د بلخ د والي دفتر ته ستنیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست لا تراوسه د ښاغلي نور د دې اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندې ویلي وو، چې محمدداوود د بلخ نوی والي دی او هغه به ژر په دغه ولایت کې خپل کار پیل کړي.

عطا محمد نور په خپلو نننیو څرګندونو کې په تیرو نږدې پنځلس کلونو کې د بلخ د والي په توګه د خپلو فعالیتونو او اقداماتو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دا ولایت یوازینی ولایت دی، چې هم په کې امنیت شته او هم په کې اقتصادي پرمختګ شوی دی.

ښاغلي نور وویل " څنګه زه خپل ملت یوازی پریږدم چې داعش راشي په بډوډو مو سپاره شي، د سرتیري سر پرې کړي او لور یې خپل جنګیالي ته په نکاح کړي، زه څنګه دا ومنم چې داعش راشي زمونږ خلک راټول کړي او ورته ووایي چې له سره کلمه ووایه او له سره نکاح وکړو چې تاسو له سره مسلمان شئ چې مسلمان نه یې، زه څنګه دا ومنم چې داعش راشي او د خلکو څو کلن ماشوم په منځ کې وشکوي".

د بلخ پخواني والي د نړیوالې ټولنې څخه په دې مننه وکړه چې هم یې افغان حکومت او هم د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند ته په څرګنده ویلي چې د بلخ د ولایت په سر دا راپورته شوې روانه لانجه دې د خبرو له لارې حل کړي.

ښاغلي نور وویل " مونږ ورته ویلي چې مونږ خو قهریه قوه نه لرو، کله چې راباندې قهریه قوه استعمال شوه بیا نو هغه وخت هر ډول دفاع چې په توان کې لرو او څه چې په لاس راوړلی شو، د جهادي قوماندان څخه نیولې د خلکو له کورونو او له هرځای څخه چې په لاس راوړلی شو بیا نو هغه وخت مونږ مجبوریږو چې ځواب ورکړو".

هغه وویل چې افغان حکومت په بلخ کې امنیتي ځواکونو ته د احضاراتو امر کړی وو، خو په دغه ولایت کې میشت ځواکونه د ده پروړاندې اقدام کولو ته چمتو نه وو.

عطا محمد نور د خپلو ټولو هغو ملاتړو څخه چې د ده څخه یې ملاتړ کړی هم مننه وکړه.

د بلخ پخواني والي د دغه ولایت له هغو ملکي او امنیتي کارکوونکو څخه هم مننه وکړه چې ښاغلي نور په وینا د افغان حکومت د امر د منلو پرځای یې د ده خوا نیولې ده.

د بلخ پخواني والي په پرله پسې ډول په دې ټینګار وکړ، چې که افغان حکومت ورسره تفاهم ونه کړي د بلخ د والي په توګه به د ملي یووالي د حکومت ترپایه پاتې شي.