د امریکا د خبرداري سربیره، ایران خلیج کې سمندري عملیاتو ته دوام ورکوي

ایراني مقاماتو ویلي چې ویلي چې سمندي ځواکونه به یې په فارس خلیج او د عمان په خلیج کې خپلو عادي ماموریتونو ته د پخوا په څیر د حرفوي اوصولو سره سم دوام ورکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ د مۍ میاشتې په ۱۹ د ایران سمندري ځواکونو او نورو بیړیو ته خبرداری ورکړ چې امریکایي جنګي بیړیو ته نژدې نشي.

د رویټرز اژانس لیکلي چې د ایران ایسنا خبري رسنۍ د یو پوځي منصبدار له خولې چې نوم یې ندی یاد شوی ویلي دي چې "د ایران د اسلامي جمهوریت سمندري واحدونه به د فارس او عمان په خلیجونو کې خپلو عادي ماموریتونو ته د پخوا په څیر د حرفوي اصولو سره سم دوام ورکړي."

امریکا وروسته له هغې سمندري بیړیو ته خبرداری ورکړ چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیره میاشت ګواښ وکړ چې هره هغه ایراني بیړۍ به په نښه شي چې د امریکا سمندري ځواکونو ته مزاحمت او سرخوږی پیښوي.

په بحرین کې میشت د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي د دوی خبرداری ددې لپاره دی چې "امنیت بهتر شي، ابهام راکم شي او د غلطې وړاندوینې مخنیوی وشي."

د امریکا سمندري ځواکونو دغه تصمیم وروسته له هغه نیولی چې تیره میاشت ۱۱ کوچنۍ ایرانۍ بیړۍ په خلیج کې د امریکا سمندري بیړیو او سرحدي ځواکونو ته نژدې شوې وې. د ایراني بیړیو دغه عمل د امریکا پوځ "خطرناک او لمسونکی عمل" بللی و.

د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ مخالفت وروسته له هغې زیات شو چې په ۲۰۱۸ کې جمهور رئیس ټرمپ د ایران او لویدیځو ځواکونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي ټړون له موافقې ووت او پر دې هیواد یې نور بندیزونه هم ولګول.

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان تیره میاشت وویل چې امریکایي جنګي بیړۍ به له منځه یوسي که چیرې په خلیج کې د ایران امنیت وګواښي.

د ایران اخوندي رژیم په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي شتون د اسلامي جمهوریت امنیت ته ګواښ ګڼي. خو امریکا دا کار د سیمې د ثبات لپاره اړین بولي.