طالبانو په دوحه کې له خلیلزاد سره خبرې تائید کړې

زلمی خلیلزاد د شنبې په ورځ له قطر څخه بیرته کابل ته ستون شو او د خپل وروستي سفر نتایج یې له افغان چارواکو سره شریک کړل.

وسله‌وال طالبان وايي، چې په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر غړو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یې له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د مسلې په سوله‌ییز حل خبرې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خوا رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې راغلي، په دغې غونډه کې چې د اکتوبر په ۱۲مه جوړه شوې وه، په قطر کې د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد کریمي په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیزه پلاوي برخه درلوده.

د بیان له مخې، طالبانو په دغې غونډه کې د روانو ستونزو د لرې کولو او واقعي امن په راتلو کي د بهرنیو ځواکونو موجودیت لوی خنډ بللی او ویلي یې دي "افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لري. د هغو په پام کې نیولو سره دې دواقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي".

په بیان کې راغلي چې دواړو خواو په راتلونکي کې د ورته غونډو پر دوام موافقه کړې ده.

پخواني معلومات

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کتنې په اړه د رپوټونو له خپریدو وروسته، ښاغلی خلیلزاد بیرته کابل ته ستون شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني د شنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۱) له ښاغلي خلیلزاد سره، د سیمې هیوادونو ته د هغه د وروستیو سفرونو په اړه په ارګ کې خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، په دې لیدنه کې چې د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ښاغلي خلیلزاد د خپلو سفرونو په اړه افغان چارواکو ته رپوټ ورکړی او ویلي یې دي، چې امریکا د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې به د دوی هڅې دوام لري.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، افغانستان د ټولو هغو اقداماتو چې په دغه هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره ترسره کیږي، درناوی کوي.

ارګ د ښاغلي خلیلزاد د معلوماتو په اړه ډیر جزئیات نه دي ورکړي، خو ځینو رسنیو د جمعې په ورځ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا د پلاوي او په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ، د افغان سولې په اړه د خبرو اترو په تړاو ریپوټونه ورکړي دي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دوی تمه لري چې د ښاغلي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ لیدنه، د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند امریکا غږ – آشنا ته وویل "په قوي احتمال به د ښاغلي خلیلزاد دا لیدنې کتنې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي".

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دغه چارواکي پر وینا، پاکستان او د خلیج حوزې هیوادونه پر وسله‌والو طالبانو باندې اساسي اغیزې لري او د دغو هیوادونو له چارواکو سره او له هغې وروسته له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد لیدنې به د افغانستان د سولې پر بهیر مثبتې اغیزې ولري.

همداشان د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري وايي، چې د سیمې د هیوادونو له جیګپوړو چارواکو سره به د ښاغلي خلیلزاد لیدنې، د افغان سولې لپاره مثبت نتایج ولري.

د افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، د تیرې عیسوي میاشتې په لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

ښاغلي خلیلزاد د دغه ماموریت له اخیستلو وروسته، په افغانستان کې د سولې د تامین د لارو چارو د موندلو لپاره، د اکتوبر په څلورمه افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، قطر او سعودي عربستان ته لس ورځنی سفر پیل کړ.

هغه تیره اونۍ په کابل کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو لپاره به له خپل ټول توان او تجربې څخه استفاده وکړي.