کابل او مسکو د تروریزم او مخدراتو په ضد په ګډې مبارزې هوکړه کړې

دغه هوکړه تیره ورځ کابل ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار د سفر پر مهال شوې ده.

افغان چارواکي وايي د افغانستان او روسیې د ملي امنیت مشاورینو د لیدنې پر مهال، له تروریزم او مخدره موادو له قاچاق سره په مبارزې موافقه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي، چې د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف د یو پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په ورځ د خپل افغان سیال په رسمي بلنه کابل ته سفر وکړ.

په بیان کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له ښاغلي پتروشف سره د لیدنې پر مهال، د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په اړه بحثونه کړي او هغه ګواښونه یې څیړلي چې دواړه هیوادونه او سیمه ورسره مخامخ دي.

د دواړو هېوادونو د ملي امنیت مشاورانو د سه شنبې په ورځ ولیدل. واړو خواو د تروزیزم سربیره د مخدره موادو قاچاق د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل بللی او هوکړه یې کړې، چې پر ضد به یې ګډه او دوامداره مبارزه کوي.

دغه راز، ارګ په یو بیان کې ویلي، چې د روسیې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدنه کړې او دواړو لورو د کابل او مسکو تر منځ د مناسباتو د لا پیاوړتیا، د تروریزم ګواښ او پر ضد یې د مبارزې او د سیمه‌ییزو، اقتصادي او ترانزیتي همکاریو پر پراختیا یې بحثونه کړي دي.

ښاغلي غني د تروریزم د ګواښ پراختیا ته په اشارې ویلي، چې د دغې پدیدې پر ضد د واحدې ستراتیژۍ له مخې له توپیري چلند پرته ګډې او جدي مبارزې ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړې "له تروریزم په ځانګړي ډول هغو ګروپونو سره د مبارزې په برخه کې چې افغانستان او سیمه تهدیدوي، د فدراتیفې روسیې تجربې او د معلوماتو شریکول ډېر ارزښتناک دي".

د روسیې د ملي امنیت سلاکار ویلي، هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې او ثبات په راوستلو کې همکاري وکړي.

ښاغلي پتروشف دغه راز، له افغانستان سره د ښو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر درلودلو ټینګار کړی دی.