ایشچي: ترکیې ته د جنرال دوستم تګ د محکمې پر پریکړه اغېزه نه کوي

د ولسمشر پر لومړي مرستیال باندې د جوزجان د پخواني والي د جنسي ځورونو له امله هغه په کابل کې په خپل کور کې دیره وو.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي چې د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یې د خپلې جنسي ځورونې او شکنجه کولو تور لګولی، ترکیې ته د جنرال دوستم د سفر په اړه په غبرګون کې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغه هېواد ته د جنرال دوستم سفر به د ده په قضیه باندې د محکمې پر پرېکړه کوم اغېزه ونه کړي.

ښاغلي ایشچي وویل چې محکمه په غیاب کې هم د پرېکړو د صادرولو واک لري.

ښاغلي ایشچي وویل: " دا یوه حقوقي قضیه ده، کله چې محکمه پرېکړه ابلاغوي، که د هغه وکیل وي او حاضریږي ښه تر ښه، که نه د هغه په نشتون کې هم محکمه پرېکړه کولای شي، د هغه نهه کسان چې په دې جرم کې شریک ول، حاضر دی، بله لار نشته، محکمه باید حکم صادر کړي. "

همدا شان ښاغلي ایشچي وویل ټاکل شوې چې په نژدې ورځو کې به د افغانستان لویه څارونوالی د ده او جنرال دوستم قضیه د افغانستان سترې محکمې ته ولیږي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ ترکیې ته د جنرال عبدالرشید دوستم د سفر په اړه بې خبرې ښودلې ده.

تېره اونۍ د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي یو خبري کنفرانس ته وویل چې دا څارنوالي په جدي توګه د دوستم او احمد ایشچي قضیه څېړي.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړي احمد بشیر تیج پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې ښاغلی دوستم د خپلو طبي معایناتو لپاره تیر ماښام ترکیې ته تللی دی.

ښاغلي تینج ویلي: " د روغتیايي معایناتو له بشپړېدو وروسته به د ولسمشر لومړی مرستیال ژر بېرته هېواد ته ستون شي. "

د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال باندې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي له خوا د جنسي ځورونې او شکنجه کولو د لګېدلو تورونو له امله ښاغلی دوستم د څو میاشتو راهیسې خپل دفتر ته نه و تللی او په خپل کور کې اوسېده.

د افغانستان جمهوري ریاست لا تر اوسه ترکیې ته د جنرال دوستم د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني بي بي ګل د مارچ په میاشت کې یوې برتانوي ورځپاڼې ټایمز سره په مرکه کې په کابل کې په خپل کور کې د جنرال دوستم اوسېدل د هغه د نظربندېدو په معنی ګڼلي وو او ویلي و چې پر جنرال دوستم قانون پلی شوی او اوس مهال هغه هیڅ کومه رسمي دنده پر مخ نه وړي.

تېره میاشت د زیاتو فشارونو وروسته ښاغلي دوستم د خپلو هغو یوولس ساتونکو له ډلې لس یې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته د ایشچي قضیه کې د پلټنو لپاره واستول.

تر اوسه لا دا څرګنده نه ده چې ښاغلی دوستم به څه وخت له ترکیې څخه بېرته افغانستان ته راستون شي