مرسته رسونکی چارواکی: افغانستان کې کړکیچ په تدریج سره مخ په خرابیدو دی

د سرې میاشتې او د سور صلیب د نړیوال فدراسیون د آسیا او ارام سمندر د څانګې مسول الکساندر متیو وایي چې په افغانستان کې څو اړخیز کړکیچونه مخ په خرابیدو دی.

ښاغلي مټیو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲ (لیندۍ ۱۱) وویل چې وچکالۍ، د اقتصاد خرابیدو، بیځایه کیدو، افغانان د لوړږې له ناورین سره مخ کړي دي.

د مرستې رسونې دغه چارواکي همدارنګه خبرداری ورکړ چې د ژمي په رارسیدو سره به ډیر شمیر افغانان له ناورین سره مخ شي.

د سرې میاشتې او د سور صلیب د نړیوال فدراسیون د آسیا او ارام سمندر د څانګې مسول په افغانستان کې د بانکدارۍ کړکیچ د هواري غوښتنه وکړه او ویې ویل چې بشر دوستانه اقدامات باید له اقتصادي بندیزونو ‌څخه استثنا وي او باید بیوزلو خلکو ته تاوان ورسوي.

ددغو نړیوالو بنسټونو یاد چارواکي له اسوشیټد پرس سره په مرکه کې زیاته کړه، د پخوا په پرتله اوس دا ستونزمنه ده چې خلک ځانونه تاوده وساتي، خواړه ترلاسه کړي او که یو څوک ناروغ شي نو د صحي خدماتو د ترلاسه کیدو لپاره به له مشکلاتو سره مخ شي.

نوموړی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا په خپله لومړۍ غږیزه وینا کې وویل چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټولو مشکلاتو مسول ندی او طالبانو افغانانو ته د رزق د ورکولو ژمنه نه وه کړې.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) ویلي وو چې افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ د تر ټولو لوی بشري ناورین جوړېدو په حال کې دی.

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دوشنبه نومبر ۲۹ (لېندۍ ۸) ویلي و چې د افغانستان په هرو دوو کسانو کې یو نه پوهیږي چې د دوی راتلوونکي خواړه به له کوم ځای څخه راځي.

یاد سازمان زیاته کړې چې په څلورو کې یوه اومیندواره مېرمن او په دوو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په دوو کسانو کې یو تن یې بشري مرستو ته اړتیا لري.